کندز؛ کلباد ولسوالۍ کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پای ته ورسېدې
د کندز ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست اړوند د واليبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په کلباد ولسوالۍ کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ چې دوې ورځې يې دوام وکړ د غرو لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.
د يادو سياليو په پايلوبه کې غرو لوبډلې خپلې سيالې ګورګوري ارګ رسټورانټ لوبډلې ته د ۱۵-۱۰ امتيازونو په توپیر ماتې ورکړه او اتلولي يې وگټله.
