کندز؛ چهاردې ولسوالۍ کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پیل شوې

org2_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۲۱ - ۰:۳
کندز؛ چهاردې ولسوالۍ کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پیل شوې

د کندز ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د والیبال فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په چهاردرې ولسوالۍ کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پیل شوې.

د دغو سیالیو لومړۍ لوبه د ځواک (ب) او نواباد لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې په پایله کې یې نواباد لوبډلې د ۶/۱۶ نمرو په ترلاسه کولو سره خپلې سیالې لوبډلې ته ماتې ورکړه او د سیالیو لومړۍ بریا یې خپله کړه.

دا سیالۍ په چهاردرې ولسوالۍ کې د والیبال د نوي جوړ شوي میدان د پرانیستې په موخه پیل شوي دي، چې یوه اوونۍ به دوام وکړي.

تازه خبرونه

جمعه ۱۴۰۵/۵/۱۶ - ۹:۴۷
Background image

د نن ورځې لنډ او مهم ورزشي خبرونه!

د نن ورځې لنډ او مهم ورزشي خبرونه!

جمعه ۱۴۰۵/۵/۱۶ - ۹:۴۱
Background image

د فوټسال ملي لوبډلې د کانټنینټال جام سیالیو کې نیوزیلنډ ته ماته ورکړه

د فوټسال ملي لوبډلې د کانټنینټال جام سیالیو خپله څلورمه لوبه کې نیوزیلنډ ته د ۶ – ۱ ګولونو په توپیر ماته ورکړه.

په دغه سیالۍ د افغانستان لپاره امید قنبري او اکبر کاظمي دوه دوه ګوله او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۵ - ۱۱:۱۴
Background image

پکتیا؛ څمکنۍ کې د ۴۰ ورزشکارانو ترمنځ د کیک بوکسېنګ سيالۍ ترسره شوې

د پکتیا ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست له لوري د ياد ولايت په څمکنۍ ولسوالۍ کې د ۴۰ ورزشکارانو ترمنځ د کیک بوکسېنګ دوستانه سيالۍ ترسره شوې.

دغه سيالۍ د نويو ځوانانو، ځوانانو او. . .

BACK TO NEWS