کندز؛ ځواک لوبډلې د چهاردرې ولسوالۍ واليبال سياليو اتلولي وگټله

org2_admin
شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱۳ - ۱۴:۳۶
کندز؛ ځواک لوبډلې د چهاردرې ولسوالۍ واليبال سياليو اتلولي وگټله

د کندز ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست په همغږۍ، د واليبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د چهاردرې ولسوالۍ اړوند شېرزاد ورزشي لوبغالي کې د ۶ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ د ځواک لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.

د يادو سياليو پايلوبه کې ځواک لوبډلې خپلې سيالې آدم خان لوبډلې ته د ۲۱ پر ۱۵ امتيازونو په توپير ماتې ورکړه او اتلولي يې خپله کړه.

دا سيالۍ واليبال ورزش ته د ودې ورکولو په موخه وشوې او يوه ورځ يې دوام وکړ.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۶ - ۲۱:۵
Background image

د نن ورځې مهم ورزشي خبرونه!

د نن ورځې مهم ورزشي خبرونه!

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۶ - ۲۱:۳
Background image

هرات کې د فوټبال سي طلایي توپ پنځم پړاو جشنواره وشوه

په هرات کې د فوټبال سي طلایي توپ پنځم پړاو جشنواره د فوټبال سي میډیا له خوا د هرات ولایت د فوټبال فدارسیون په همکارۍ په هېواد کې د ۲۰۲۵ کال غوره فوټبال لوبغاړي، ځوان لوبغاړي، ګول وهونکي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۶ - ۲۱:۲
Background image

کابل کې د بډمنټون اتلولۍ سیالۍ پیل شوې

د المپيک بدني روزنې او ورزش عمومي رياست په مرسته، د بډمنټون ملي فدراسیون له لوري او د نجيب تلاش خيريه بنسټ په مالي ملاتړ د کابل ولايت د ۴ منتخبو لوبډلو د ۱۰۰ زياتو ورزشکارانو ترمنځ د. . .

BACK TO NEWS