کندز؛ په کلباد ولسوالۍ کې د ١٠ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ د حسن حسين خېل لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې
د کندز ولایت د بدني روزنې او ورزش رياست اړوند د واليبال ملي فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په کلباد ولسوالۍ کې د ۱۰ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ د حسن حسین خېل لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.
د دغو سياليو په پايلوبه کې حسن حسین خېل لوبډلې خپلې سیالې شهروان لوبډلې ته د ۱۵/۸ نومرو په توپير سره ماتې ورکړه او اتلولي يې وګټله.
د يادو سياليو موخه د اختر د خوښیو نمانځل او ورزش ته د ځوانانو هڅول و، چې يوه ورځ يې دوام وکړ.
