کندز؛ په قلعه زال ولسوالۍ کې د ۶۰ پهلوانانو ترمنځ د کورش پهلوانۍ سيالۍ وشوې

org_admin
شنبه ۱۴۰۳/۸/۱۹ - ۱۲:۵۳
کندز؛ په قلعه زال ولسوالۍ کې د ۶۰ پهلوانانو ترمنځ د کورش پهلوانۍ سيالۍ وشوې

د کندز ولایت د بدني روزنې او سپورت ریاست، کورش فدراسیون استازولۍ او د قلعه زال ولسوالۍ ورزشي کمېټې په ګډه همغږۍ، دیادې ولسوالۍ په ینگی آرق ورزشي لوبغالي کې د کندز ولایت په کچه د ۶۰ پهلوانانو ترمنځ د کورش پهلوانۍ سیالۍ ترسره شوې.

دغه سيالۍ چې يوه شپه يې دوام وکړ، په پای کې ٣٠ تنو ورزشکارانو خپلو سیالانو ته په ماتې ورکولو سره بریاوې خپلې کړې .

هېره دې نه وي چې د یادو سیالیو موخه ورزش ته د ځوانانو هڅول، په لرې پرتو سیمو کې د کورش عنعنوي لوبې دود کول او د خلکو لپاره د یوې سالمې تفریح چمتو کول یاد شوي دي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۴ - ۱۷:۵۹
Background image

په روان ورزشي جشن کې د دفاع وزارت د فاعي ځواک برخه واخيسته او په ګډونوالو يې ګلان وشیندل!

په روان ورزشي جشن کې د دفاع وزارت د فاعي ځواک برخه واخيسته او په ګډونوالو يې ګلان وشیندل!

شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۴ - ۱۷:۵۶
Background image

د جمناسټیک نندراې!

د جمناسټیک نندراې!

شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۴ - ۱۷:۵۴
Background image

مولوي احمدالله وثیق: د آزادۍ ورځ د افغان ولس د قربانیو او دیني مقدساتو د ساتنې پیغام لري

د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي رئیس مولوي احمدالله وثیق د اسد ۲۴مې د پنځمې کلیزې په مناسبت جوړې شوې ورزشي او ولسي غونډې ته وویل، د اسد ۲۴مه د افغانستان په معاصر تاریخ کې هغه مهمه. . .

BACK TO NEWS