کندز؛ په قلعه زال ولسوالۍ کې د ١٢ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پای ته ورسېدې

org2_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۱/۱۷ - ۲۲:۳۹
کندز؛ په قلعه زال ولسوالۍ کې د ١٢ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پای ته ورسېدې

د کندز ولایت د بدني روزنې او ورزش رياست اړوند د واليبال ملي فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په قلعه زال ولسوالۍ کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ تربوز ګذر لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.

دغو سياليو په پايلوبه کې تربوز ګذر لوبډلې خپلې سیالې ارساري لوبډلې ته ۲۱/۱۴ نومرو په توپير سره ماتې ورکړه او اتلولي يې وګټله.

د يادو سياليو موخه د اختر د خوښیو نمانځل او د يادي ولسوالۍ وګړو لپاره ده يوې سالمې تفريح برابرول و، چې يوه شپه يې دوام وکړ.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۱/۳۰ - ۱۵:۳۲
Background image

افغان ورزشکار کورش نړۍ‌والو سیالیو کې د برنزو مډال وګاټه

د افغانستان کورش ملي فدراسیون لوبغاړي، روح الله نظري د ازبکستان په کوربتوب د ۱۷ کلنو کورش په نړۍوالو سیالیو کې په یوه ماته او یوې بریا سره د برنزو مډال وګاټه.

په دغو سیالیو کې له څلور. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱/۳۰ - ۱۵:۳۱
Background image

بلخ؛ چاهي ولسوالۍ کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د والیبال فدراسیون د استازولۍ له لوري د چاهي ولسوالۍ په ايلبولدي کلي کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ د چهل چراغ لوبډلې په اتلولۍ پای. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱/۳۰ - ۱۵:۲۴
Background image

ننګرهار؛ بټي کوټ ولسوالۍ کې د ۶۰ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کېکټ سيالۍ پای ته ورسیدې

د ننګرهار ولایت د بدني روزنې او ورزش رياست اړوند د ټېپ بال کرېکټ فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت بټي کوټ ولسوالۍ په انبار خانې سيمه کې د ۶۰ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سيالۍ د. . .

BACK TO NEWS