کندز؛ په قلعه ذال ولسوالۍ کې د اوو لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پای ته ورسېدې

org_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۹/۱۴ - ۱۱:۱۸
کندز؛ په قلعه ذال ولسوالۍ کې د اوو لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پای ته ورسېدې

د کندز ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست اړوند د واليبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د‌ ياد ولايت په قلعه ذال ولسوالۍ کې د اوو لوبډلو ترمنځ د واليبال شپنۍ سيالۍ د قلعه ذال لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.

د يادو سياليو په پايلوبه کې قلعه ذال لوبډلې خپلې سيالې تربوز گزر لوبډلې ته د ۲۱ پر ۱۵ امتيازونو په توپير ماتې ورکړه او اتلولي يې په خپل نوم کړه.

د يادولو وړ ده، چې د دغو سياليو د ترسره کېدو موخه ورزش ته د ځوانانو هڅول او د يادې ولسوالۍ وگړو ته د سالمې تفريح برابرول وو، چې يوه شپه يې دوام وکړ.

تازه خبرونه

جمعه ۱۴۰۴/۱۰/۲۶ - ۱۰:۲۱
Background image

ننګرهار؛ خوږیاڼو ولسوالۍ کې د ٢٠ ورزشکارانو ترمنځ د تکواندو سیالۍ وشوې

د ننګرهار ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري دیاد ولایت په خوږیاڼو ولسوالۍ کې د ٢٠ ورزشکارانو ترمنځ د تکواندو سیالۍ وشوې.

دا سیالۍ د نویو ځوانانو، ځوانانو او لویانو ورزشکارانو په. . .

BACK TO NEWS