کندز؛ په امام صاحب ولسوالۍ کې د ۸۰ پهلوانانو ترمنځ د کورش سيالۍ وشوې

org_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۲۸ - ۱۲:۲۷
کندز؛ په امام صاحب ولسوالۍ کې د ۸۰ پهلوانانو ترمنځ د کورش سيالۍ وشوې

د‌ کندز ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست اړوند د کورش فدراسيون د استازولۍ له لوري د امام صاحب ولسوالۍ په خورشيد ورزشي لوبغالي کې د پنځو ولایتونو د ۸۰ پهلوانانو ترمنځ د يادې ولسوالۍ وگړو لپاره د يوې سالمې تفريح برابرولو په موخه د کورش ازادې سيالۍ وشوې.

په يادو سياليو کې له جوزجان، سنمگان، بغلان، تخار او کندز ولايتونو څخه پهلوانانو گډون کړی وو، چې په پايله کې يې ۴۰ پهلوانانو خپلو سيالانو ته په ماتې ورکولو سره برياوې خپلې کړې.

د ويلو وړ ده، چې په دغو سياليو کې د کندز ولايت پهلوانان تر نورو ډېرې برياوې په خپل نوم کړې.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۲ - ۸:۴۲
Background image

زابل؛ مرکز قلات ښار کې د ۵۰ ورزشکارانو ترمنځ د سیمه ييزې غېږ نیونې سیالۍ ترسره شوې

د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت مرکز قلات ښار کې د ۵۰ پهلوانانو ترمنځ د سیمه‌ییزېې غېږ نیونې سیالۍ ترسره شوې.

د یادو سیالیو په پای کې د ترنک سیمې پهلوانانو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۲ - ۸:۳۶
Background image

لغمان کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د لغمان ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت په همغږي د لغمان پوهنتون له لوري د یاد ولایت مرکز مهترلام ښار مرکزي جمنازیوم کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د فوټبا سیالۍ د اقتصاد پوهنځي په اتلولي پای. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۲ - ۸:۳۳
Background image

نورستان؛ مرکز پارون کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د غشي ویشتلو سيالۍ وشوې

د نورستان ولایت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د غشي ویشتلو ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز پارون کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د غشي ویشتلو سيالۍ وشوې، چې يوه ورځ يې. . .

BACK TO NEWS