کندز؛ په امام صاحب ولسوالۍ کې د ۶۰ چاپندازانو ترمنځ د وزلوبې سیالۍ ترسره شوې

org_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۲۴ - ۱۱:۳
کندز؛ په امام صاحب ولسوالۍ کې د ۶۰ چاپندازانو ترمنځ د وزلوبې سیالۍ ترسره شوې

دکندز ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د وزلوبې فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت د مام صاحب ولسوالۍ په سپندګزر سيمه کې د ۶۰ چاپندازانو ترمنځ د وزلوبې سیالۍ ترسره شوې.

دغو سياليو په پايله کې د ميدان حکم له لوري يو اخراولاق اعلان شو، چې ذبيح الله پهلوان د حاجي روح الله ناظري په آس تر حلالې دايرې ورساوه او د ډاليو ګټونکی شو.

د يادو سياليو موخه راتلونکو سياليو ته د چاپندازانو لاښه چمتووالی و، چې يوه ورځ يې دوام وکړ.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۶/۶ - ۱۱:۲۳
Background image

کابل کې د ١٢٠ ورزشکارانو ترمنځ د رزمي ورزشونو UFC سبک ټاکنيزې سيالۍ پای ته ورسېدې

د کابل ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست اړوند د رزمي ورزشونو ملي فدراسيون له لوري د کابل ولايت له ۲۱ کلبونو څخه د ۱۲۰ ورزشکارانو ترمنځ د رزمي ورزشونو د UFC سبک لومړی پړاو ټاکنيزې سيالۍ. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۶/۶ - ۹:۱۵
Background image

ننگرهار؛ ښېوې ولسوالۍ کې د ۳۰ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سيالۍ پيل شوې

د ننگرهار ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست اړوند د ټېپ بال کرېکټ فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په ښېوې ولسوالۍ کې د ۳۰ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سيالۍ پيل شوې.

د دغو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۶/۶ - ۹:۱۴
Background image

کندز؛ امام صاحب ولسوالۍ کې د اتو لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پای ته ورسېدې

د کندز ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست اړوند د واليبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د امام صاحب ولسوالۍ په ايسکي سيمه کې د اتو لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ، چې يوه شپه يې دوام وکړ د. . .

BACK TO NEWS