کندز؛ په امام صاحب ولسوالۍ کې د ۴٠ ورزشکارانو ترمنځ د کورش سیالۍ ترسره شوې
د کندز ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د کورش فدراسیون د استازولۍ له لوري د امام صاحب ولسوالۍ په سه کوپرک سيمه کې د ۴۰ ورزشکارانو ترمنځ د کورش سيالۍ ترسره شوې.
دغه سيالۍ، چې ملي او دوديز لوبو ته د ودې ورکولو په موخه ترسره شوې، په پايله کې ۲۰ تنو ورزشکارانو خپلو سيالانو ته په ماتې ورکولو سره برياوې خپلې کړې.
