کندز؛ په امام صاحب ولسوالۍ کې د درېوو ولايتونو ترمنځ د کيک بوکسنگ ټاکنيزې سيالۍ ترسره شوې

org_admin
شنبه ۱۴۰۳/۹/۳ - ۵:۲
کندز؛ په امام صاحب ولسوالۍ کې د درېوو ولايتونو ترمنځ د کيک بوکسنگ ټاکنيزې سيالۍ ترسره شوې

د کندز ولایت د بدني روزنې او ورزش رياست او د امام صاحب ولسوالۍ ورزشي مديريت په گډه همغږۍ په يادې ولسوالۍ کې د درېوو ولايتونو د ۸۰ تنو ورزشکارانو ترمنځ د کندز منتخبې لوبډلې ته د غوره لوبغاړو موندلو په موخه د نويو ځوانانو، ځوانانو او مشرانو په عمري کټگوريو کې د کيک بوکسنگ ټاکنيزې سيالۍ ترسره شوې.

په دغو سياليو کې له تخار، بغلان او کندز ولايت څخه ورزشکارانو گډون کړی و، چې په پايله کې کندز د ۱۵ امتيازونو په ترلاسه کولو سره لومړی، تخار د ۱۲ امتيازونو په ترلاسه کولو سره دويم او بغلان بيا د ۲ امتيازونو په ترلاسه کولو سره درېيم مقام خپل کړ.

د يادولو وړ ده، چې د يادو سياليو په پای کې لس تنه غوره ورزشکاران د کندز ولايت منتخبې لوبډلې ته وټاکل شول، چې په راتلونکې کې به د هېواد په کچه ملي سياليو کې گډون وکړي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۳/۹/۳ - ۸:۸
Background image

کندز؛ په امام صاحب ولسوالۍ کې د ۶۵ ورزشکارانو ترمنځ د کورش ازادې سيالۍ ترسره شوې

د کندز ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست اړوند د کورش فدراسيون د استازولۍ له لوري د امام صاحب ولسوالۍ په بیشکپي سيمه کې د ۶۵ ورزشکارانو ترمنځ ملي او دوديزو لوبو ته د ودې ورکولو او پرمختگ. . .

شنبه ۱۴۰۳/۹/۳ - ۸:۶
Background image

ميدان وردگ؛ په چک ولسوالۍ کې د ۴۵ لوبډلو ترمنځ د واليبال خزاني سيالۍ پای ته ورسېدې

د ميدان وردگ ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د واليبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د چک ولسوالۍ په اصالت بابا ښوونځي کې د ۴۵ لوبډلو ترمنځ د ځوانانو يووالي په موخه د واليبال خزاني. . .

شنبه ۱۴۰۳/۹/۳ - ۸:۱
Background image

ننګرهار؛ پچیراګام ولسوالۍ کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې

د ننګرهار ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د ټېپ بال کرکټ قدراسیون د استازولي له لوري د یاد ولایت په پچیراګام ولسوالۍ کې د شپږو لوبډلو ترمن د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې.

د یادو. . .

BACK TO NEWS