کندز؛ مرکز کې د ۸۰ ورزشکارانو ترمنځ د سیمه ییزې غېږنیونې سیالۍ ترسره شوې
د کندز ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د کورش ملي فدارسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په مرکز کې د ۸۰ ورزشکارانو ترمنځ د سیمه ییزې غېږنیونې ازادې سیالۍ ترسره وشوې.
په دغو سیالیو کې ۴۰ ورزشکارانو خپلو سیالانو ته ماتې ورکړه او د ډالیو ګټونکي شول.
د یادو سیالیو موخه د ورزشکارانو ظرفیت لوړول او خلکو ته یوه سالمه تفرېح برابرول و، چې یوه شپه یې دوام وکړ.