کندز؛ قلعه زال ولسوالۍ کې د پنځو لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ ترسره شوې
د کندز ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د یاد ولایت په قلعه زال ولسوالۍ کې د پنځو لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ د عبدالله زاخېلوال لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.
د یادو سیالیو پایلوبه کې عبدالله زاخېلوال لوبډلې د ۲ پر یو میدان په توپیر خپلې سیالې قلعه زال منتخبې لوبډلې ته ماتې ورکړه او اتلولي یې وګټله.
دا سیالۍ د ځوانانو لپاره د سالمې تفرېح برابرولو په موخه ترسره شوې، چې یوه شپه یې دوام وکړ.
