کندز؛ قلعه زال ولسوالۍ کې د شپږ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ ترسره شوې
د کندز ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د یاد ولایت په قلعه زال ولسوالۍ کې د شپږ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ ترسره شوې، چې یوه شپه یې دوام وکړ.
د یادو سیالیو پایلوبه کې بلخ لوبډلې د ٣١ پر ٢٦ نمرو په توپیر خپلې سیالې قاري حسن لوبډلې ته ماتې ورکړه او اتلولي یې وګټله.
