کندز؛ قلعه زال ولسوالۍ کې د اووه لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ پای ته ورسېدې

org2_admin
شنبه ۱۴۰۴/۲/۲۷ - ۱۹:۱۳
کندز؛ قلعه زال ولسوالۍ کې د اووه لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ پای ته ورسېدې

د کندز ولایت د بدني روزنې او ورزش رياست اړوند د فوټبال فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په قلعه زال ولسوالۍ کې د اووه لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ د عقابان ينگي آرق لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.

د يادو سياليو په پايلوبه کې عقابان ينگي آرق لوبډلې خپلې سيالې اتحاد ينگي آرق لوبډلې ته د ۵ پر ۰ گولونو په توپير ماتې ورکړه او اتلولي يې په خپل نوم کړه.

د ويلو وړ ده، چې د دغو سیالیو موخه ورزش ته د ځوانانو هڅول و، چې دوې ورځې يې دوام وکړ.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱۱ - ۹:۶
Background image
چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱۰ - ۲۰:۲۳
Background image

د ورزش ادارې عمومي رئیس په خپل کاري دفتر کې له نجیب الله طوفان سره ولیدل

د ورزش ادارې عمومي رئیس مولوي احمد الله وثیق د زابل ولایت د قوت الرمي له پیاوړي ورزشکار ښاغلي نجیب الله طوفان سره، چې څه موده وړاندې په ناڅرګنده پېښه کې ټپي شوی و، ولیدل او د نوموړي د. . .

BACK TO NEWS