کندز؛ قلعه ذال ولسوالۍ کې د ۱۴ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ ترسره شوې

org2_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۴/۳۰ - ۹:۱۴
کندز؛ قلعه ذال ولسوالۍ کې د ۱۴ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ ترسره شوې

د کندز ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د والیبال ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په قلعه ذال ولسوالۍ کې د ۱۴ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ ترسره شوې.

د دغو سیالیو په پایله کې قلعه ذال ځوانانو لوبډلې خپلې سیالې سوپر رویال لوبډلې ته د ۲۱/۱۶ امتیازونو په توپير ماتې ورکړه او اتلولي یې خپله کړه.

د یادو سیالیو موخه په قلعه ‌ذال ولسوالۍ کې د ورزشکارانو ترمنځ د والیبال لوبو ته وده ورکول و، چې یوه ورځ یې دوام وکړ.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۰ - ۱۶:۴۳
Background image

کابل کې د لويانو ورزشکارانو ترمنځ د تکواندو ټاکنیزې سيالۍ پيل شوې

د کابل ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست په همکارۍ د تکواندو ملي فدراسيون له لوري د کابل له ۱۵ کلبونو څخه د ۱۰۰ ورزشکارانو ترمنځ د لويانو ورزشکارانو په کټګورۍ کې د تکواندو ديارلسم پړاو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۰ - ۱۶:۳۹
Background image

بغلان؛ مرکزي بغلان ولسوالۍ کې د ۱۸ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پای ته ورسېدې

د بغلان ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د واليبال ملي فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکزي بغلان ولسوالۍ کې د ۱۸ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پای ته ورسېدې.

د دغو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۰ - ۱۶:۳۶
Background image

بغلان؛ اندراب ولسوالۍ کې د ۲۲ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پای ته ورسېدې

د بغلان ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د واليبال ملي فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په اندراب ولسوالۍ کې د ۲۲ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پای ته ورسېدې.

د دغو سياليو. . .

BACK TO NEWS