کندز؛ امام صاحب ولسوالۍ کې د ۶۰ تنو چاپندازانو ترمنځ د وزلوبې سيالۍ ترسره شوه
د کندز ولايت د بدني روزنې او سپورټ رياست اړوند، د وزلوبې فدراسيون د استازولۍ له لوري، د ياد ولايت په امام صاحب ولسوالۍ اسفند گزر لوبغالي کې د ۶۰ تنو چاپندازانو ترمنځ د وزلوبې سيالۍ ترسره شوه.
دغه سيالۍ چې يو ورځ يې دوام وکړ، موخه يې د يادې ولسوالۍ وگړو ته د سالمې تفريح برابرول ياد شوې و.
په پای کې د مېدان حکم له خوا يو اخرالاق وټاکل شو، چې عبدالحي پهلوان د مدير روح الله په آس تر حلالې دايرې ورساوه او گټونکی ونومول شو.
