کندز؛ امام صاحب ولسوالۍ کې د ۴۶ ورزشکارانو ترمنځ د رزمي لوبو آماتور سبک سيالۍ وشوې

org2_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۲/۱۰ - ۲۲:۹
کندز؛ امام صاحب ولسوالۍ کې د ۴۶ ورزشکارانو ترمنځ د رزمي لوبو آماتور سبک سيالۍ وشوې

د کندز ولایت د بدني روزنې او ورزش رياست اړوند د رزمي لوبو فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په امام صاحب ولسوالۍ کې د پنځو کلبونو د ۴۶ ورزشکارانو ترمنځ د رزمي لوبو آماتور سبک سيالۍ وشوې.

دغه سيالۍ، چې د تنکيو ځوانانو، نويو ځوانانو، ځوانانو او لويانو په عمري کټگوريو کې ترسره شوې، په پايله کې ۱۷ تنو ورزشکارانو خپلو سيالانو ته په ماتې ورکولو سره برياوې خپلې کړې.

د ويلو وړ ده، چې د يادو سياليو موخه ورزش ته د ځوانانو هڅول او د يادې ولسوالۍ په کچه د غوره ورزشکارانو موندل وو، چې يوه ورځ يې دوام وکړ.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۸ - ۱۰:۱۲
Background image

رسنیز بلنلیک!

 

رسنیز بلنلیک!

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۸ - ۹:۴۸
Background image

په کابل کې د ۱۷ فوټبال غوره ليګ سياليو دويمه اوونۍ پای ته ورسېده

د دغو سياليو په لومړۍ لوبه کې ارمان اف .سي لوبډلې خپلې سیالې استقلال کابل لوبډلې ته د ۴-۰ ګولونو په توپير ماتې ورکړه.

په دويمه لوبه کې سرسبز ياشلر فارياب لوبډلې خپلې سیالې سرخ پوشان. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۸ - ۹:۴۳
Background image

کابل؛ د هېواد ورزش ادارې رهبرۍ د پهلوانۍ نړیوالو لوبڅارانو سره ولیدل

د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست عمومي رئیس مولوي احمدالله وثیق او د یاد ریاست فني او مسلکي مرستیال حافظ احمد جان ځدراڼ او د رهبرۍ غړو د ایران هېواد د پهلوانۍ دوو نړیوالو. . .

BACK TO NEWS