کندز؛ امام صاحب ولسوالۍ کې د ۲۲ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پيل شوې
د کندز ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست په همکارۍ، د واليبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په امام صاحب ولسوالۍ کې د ۲۲ لوبډلو ترمنځ د "پسرلني جام" په نوم د واليبال سيالۍ پيل شوې.
د يادو سياليو په پيليزه لوبه کې موج آمو لوبډلې خپلې سيالې قره ترکمن لوبډلې ته د ۲ پر صفر ميدانونو په توپير ماتې ورکړه او بريا يې خپله کړه.
دا سيالۍ ورزش ته د ځوانانو هڅولو او د نويو استعدادونو موندلو په موخه ترسره کېږي، چې شاوخوا يوه اوونۍ به دوام وکړي.
