کندز؛ امام صاحب ولسوالۍ کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د فوټسال سیالۍ پای ته ورسېدې

org_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۸/۱۵ - ۱۰:۱۵
کندز؛ امام صاحب ولسوالۍ کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د فوټسال سیالۍ پای ته ورسېدې

د کندز ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د فوټبال فدراسیون د استازولي له لوري د یاد ولایت په امام صاحب ولسوالۍ کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د فوټسال سیالۍ د مراد شیخ ځوانانو لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې،

د یادو سیالیو پایلوبه د مراد شیخ ځوانانو او باسوسو شهرک ځوانانو لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې په پایله کې یې مراد شیخ ځوانانو لوبډلې د ۵ پر ۳ ګولونو په توپیر خپلې سیالې لوبډلې ته ماتې ورکړه او اتلولي یې په خپل نوم کړه.

یادې سیالۍ د لوبغاړو ترمنځ د تجربو د شریکولو په موخه ترسره شوې او په پای کې تیمور شاه نېکراد د دغو سیالیو غوره لوبغاړی اعلان شو.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۴/۲۳ - ۱۰:۴۷
Background image

بغلان؛ مرکز پلخمري ښار کې د ٢٤ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د بغلان ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت اړوند د ټېپ بال کرېکټ فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت مرکز پلخمري ښار کې د ٢٤ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د وزیر آباد لوبډلې په. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۴/۲۳ - ۱۰:۴
Background image
دوشنبه ۱۴۰۴/۴/۲۳ - ۹:۶
Background image

د افغانستان اړوند د نن ورځې مهم ورزشي خبرونه!

د افغانستان اړوند د نن ورځې مهم ورزشي خبرونه!

یکشنبه، د چنګاښ ٢٢مه، ١٤٠٤

BACK TO NEWS