کتیکا؛ مرکز ښرنه کې د څه باندې دوه میلیونو افغانیو په ارزښت دوه پروژې پشپړې شوې

org2_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۹/۲۸ - ۲۱:۳۹
کتیکا؛ مرکز ښرنه کې د څه باندې دوه میلیونو افغانیو په ارزښت دوه پروژې پشپړې شوې

د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست له لوري د پکتیکا ولایت مرکز ښرنه کې د یاد ولایت د ورزشي آمریت لپاره د ۲.۲ میلیونه افغانیو په ارزښت د نیزه وهنې او فوټبال دوه لوبغالي جوړ او رغنیزې چارې یې بشپړې شوې.

د دغو نویو جوړو شویو لوبغالو د پرانیستې په مراسمو کې د پکتیکا ولایت د بدني روزنې او ورزش مسؤولانو، دولتي چارواکو، ورزشکارانو او د ورزش ګڼو مینوالو ګډون کړی و.

د یاد ولایت د بدني روزنې او ورزش آمر ډاکټر عثمان سیرت او ورزشکارانو د هېواد د ورزش ادارې له رهبري مننه وکړه، چې د دوی ستونزو ته یې رسېدنه وکړه او د ورزشي اماکنو د جوړولو په برخه کې یې له دوی سره خپلې کړې ژمنې پر وخت پوره کړې.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۸ - ۹:۴۱
Background image
چهارشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۸ - ۹:۳۶
Background image

د روشن مخابراتي شرکت استازو د هېواد د ورزش ادارې له رهبرۍ سره وليدل

په افغانستان کې د روشن مخابراتي شرکت استازو د المپيک، بدني روزنې او ورزش عمومي رياست له رهبرۍ سره د دې رياست په مرکزي دفتر کې وليدل او د ورزش د پرمختګ لپاره يې په ګډو همکاريو خبرې وکړې.. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۸ - ۹:۳۴
Background image

د افغانستان اړوند د نن ورځې مهم ورزشي خبرونه

د افغانستان اړوند د نن ورځې مهم ورزشي خبرونه

سه شنبه، د چنګاښ ١٧مه، ١٤٠٤

BACK TO NEWS