کاپیسا کې د اتو لوبډلو ترمنځ د فوټسال سیالۍ پیل شوې

org_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۰ - ۱۶:۲۴
کاپیسا کې د اتو لوبډلو ترمنځ د فوټسال سیالۍ پیل شوې

د کاپیسا ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت اړوند د فوټبال فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت مرکز محمود راقي ښار په مرکزي جمنازیوم کې د اتو لوبډلو ترمنځ د فوټسال سیالۍ پیل شوې.

د دغو سیالیو په لومړۍ لوبه کې خراسان لوبډلې د ۵ پر ۴ ګولونو په توپیر خپلې سیالې صرافی آریانا نوآباد لوبډلې ته ماتې ورکړه او د سیالیو لومړۍ بریا یې خپله کړه.

دا سیالۍ د ورزشکارانو ترمنځ د یووالي په موخه پیل شوي دی، چې دوې اوونۍ به دوام وکړي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۳ - ۱۲:۲۷
Background image

پکتیا؛ سیدکرم ولسوالۍ کې د ۴۰ ورزشکارانو ترمنځ د موتای سیالۍ ترسره شوې

د پکتیا ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د موتای فدراسیون د استازولي له لوري د یاد ولایت د سیدکرم ولسوالۍ په اتحاد کلپ کې د ۴۰ ورزشکارانو ترمنځ د موتای دوستانه سیالۍ ترسره شوې.

د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۳ - ۱۱:۸
Background image

هلمند؛ ګرمسېر ولسوالۍ کې د ۱۴ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت اړوند د فوټبال فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په ګرمسېر ولسوالۍ کې د ۱۴ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ د شاهین افغان الف لوبډلې په اتلولي. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۳ - ۱۱:۷
Background image

هلمند؛ ګرمسېر ولسوالۍ کې د ۲۰ لوبډلو ترمنځ د فوټسال سیالۍ پیل شوې

د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت اړوند د فوټبال فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په ګرمسېر ولسوالۍ کې د ۲۰ لوبډلو ترمنځ د فوټسال سیالۍ پیل شوې.

د یادو سیالیو لومړۍ لوبه. . .

BACK TO NEWS