کاپیسا ؛ السای ولسوالۍ کې د اتو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سیالۍ پيل شوې

org_admin
شنبه ۱۴۰۳/۷/۲۸ - ۱۲:۲۹
کاپیسا ؛ السای ولسوالۍ کې د اتو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سیالۍ پيل شوې

د کاپيسا ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت له لوري د یاد ولایت د السای ولسوالۍ په نواباد ورزشي لوبغالي کې د اتو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ دولس اوریزه ګروپي سیالۍ پيل شوې.

د دغو سیالیو په لومړۍ لوبه کې د السای ولسوالۍ منتخبې لوبډلې په ټاکلو دولس اورونو کې خپلې سیالې مرکزي السای لوبډلې ته د ۱۲۰ منډو هدف وټاکه، په مقابل کې مرکزي السای لوبډلې یاد هدف په یوولسم اور کې پوره کړ او لومړۍ بریا یې خپله کړه.

د یادو سیالیو موخه د ټېپ بال کرکټ ته وده ورکول او له نشه یې توکو د ځوانانو لېرې والی دی، چې ۲۰ ورځې به دوام وکړي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۸ - ۱۴:۲۰
Background image

کونړ کې د ۶۰ پهلوانانو ترمنځ سيالۍ وشوې

د کونړ ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت په همغږۍ، د پهلواني فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکزي جمنازيوم کې د ۶۰ پهلوانانو ترمنځ د پهلوانۍ آزادې سيالۍ وشوې.

دا سیالۍ د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۸ - ۱۴:۱۲
Background image

کونړ؛ اسعدآباد ښار کې د ۲۰ لوبډلو ترمنځ د واليبال ټورنمنټ پيل شو

د کونړ ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت په همغږۍ، د واليبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د مرکز اسعدآباد ښار په کرهالې سيمه کې د ۲۰ لوبډلو ترمنځ د واليبال ټورنمنټ پيل شو.

د يادو سياليو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۸ - ۱۳:۲۶
Background image

کندز؛ امام صاحب ولسوالۍ کې د کيک جيتسو سبک سيالۍ وشوې

د کندز ولایت د بدني روزنې اورزش رياست په همغږۍ، د رزمي لوبو فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په امام صاحب ولسوالۍ کې د ۸۰ ورزشکارانو ترمنځ د رزمي لوبو کیک جیتسو سبک سيالۍ وشوې.

. . .

BACK TO NEWS