کاپیسا؛ کوهستان حصه اول ولسوالۍ کې د ۳۰ ورزشکارانو ترمنځ د پانکريشن سيالۍ ترسره شوې

org_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۶/۴ - ۸:۵۷
کاپیسا؛ کوهستان حصه اول ولسوالۍ کې د ۳۰ ورزشکارانو ترمنځ د پانکريشن سيالۍ ترسره شوې

د کاپيسا ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د پانکريشن ملي فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په کوهستان حصه اول ولسوالۍ کې د ۳۰ ورزشکارانو ترمنځ د افغانستان ا.ا د بيا واکمنېدو د درېيمې کليزې په وياړ د پانکريشن سيالۍ ترسره شوې.

دغه سيالۍ د تک فايټ په ډول د تنکيو ځوانانو، نويو ځوانانو او ځوانانو په عمري کټګوريو او بېلا بېلو وزني کټګوريو کې ترسره شوې، چې له ۳۰ ورزشکارانو له ډلې ۱۵ ورزشکارانو لومړی او ۱۵ ورزشکارانو دويم مقام ترلاسه کړ.

د سياليو په پای کې غوره لوبغاړو ته مډالونه، اتلولۍ حکمونه او ستاينليکونه ورکړل شوه.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۰ - ۱۶:۴۳
Background image

کابل کې د لويانو ورزشکارانو ترمنځ د تکواندو ټاکنیزې سيالۍ پيل شوې

د کابل ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست په همکارۍ د تکواندو ملي فدراسيون له لوري د کابل له ۱۵ کلبونو څخه د ۱۰۰ ورزشکارانو ترمنځ د لويانو ورزشکارانو په کټګورۍ کې د تکواندو ديارلسم پړاو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۰ - ۱۶:۳۹
Background image

بغلان؛ مرکزي بغلان ولسوالۍ کې د ۱۸ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پای ته ورسېدې

د بغلان ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د واليبال ملي فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکزي بغلان ولسوالۍ کې د ۱۸ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پای ته ورسېدې.

د دغو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۰ - ۱۶:۳۶
Background image

بغلان؛ اندراب ولسوالۍ کې د ۲۲ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پای ته ورسېدې

د بغلان ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د واليبال ملي فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په اندراب ولسوالۍ کې د ۲۲ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پای ته ورسېدې.

د دغو سياليو. . .

BACK TO NEWS