کاپیسا؛ حصه اول ولسوالۍ کې د څلور لوبډلو ترمنځ د رسۍ کشولو سیالۍ ترسره شوې

org_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱/۱۴ - ۱۲:۲۷
کاپیسا؛ حصه اول ولسوالۍ کې د څلور لوبډلو ترمنځ د رسۍ کشولو سیالۍ ترسره شوې

د کاپسا ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت له لوري د حسیني، مولوي زاده، میهن او جمیدي لوبډلو ترمنځ په حصه اول ولسوالۍ کې د رسۍ کشولو سیالۍ ترسره شوې.

د دغو سیالیو په پایله کې د حسیني لوبډلې خپلې سیاله مولوي زاده لوبډله له ټاکلي کرښې تیره کړه او لومړي مقام ترلاسه کړ.

د یادو سیالیو موخه سیمه ییزو او دودیزو لوبو ته د ځوانانوهڅوول وو.

د سیالیو په پای کې د کاپیسا ولایت ورزش امریت له لوري غوره لوبډلې ته د اتلولۍ حکم او چمتو شوي مډالونه ورکړل شول.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۹ - ۹:۳۵
Background image

ميدان وردگ کې د ۳۰ سوک وهونکو ترمنځ سيالۍ وشوې

د ميدان وردگو ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت په همغږۍ، د سوک وهنې فدراسیون د استازولۍ له لوري د مرکز ميدان ښار په طوفان کلب کې د ۳۰ سوک وهونکو ترمنځ د سوک وهنې تشويقي سيالۍ وشوې.

دا. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۹ - ۹:۳۳
Background image

افغان ورزشکار محمد قاسمي د رزمي ورزشونو اسیایي سیالیو کې د برونزو مډال وګاټه

د رزمي ورزشونو له ۱۶ – ۱۸ عمري کټګورۍ اسیایی سیالیو کې محمد قاسمی په ۴۵ کیلو ګرامه وزن کې له تاجکستاني سیاله په ماته منلو او د هندي سیال په ماتولو د برنزو مډال خپل کړ.

همدا ډول روحید. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۹ - ۹:۳۰
Background image

ننګرهار کې د درېیوو ولایتونو ترمنځ د پهلواني سیالۍ ترسره شوې

د ننګرهار ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د یاد ولایت مرکز جلال آباد ښار کې له درېیو ولایتونو د ۸۵ پهلوانانو ترمنځ د پهلواني سیالۍ ترسره شوې.

دغو سیالیو کې له ننګرهار، کونړ او. . .

BACK TO NEWS