کاپیسا؛ تګاب ولسوالۍ کې د ۲۰ ورزشکارانو ترمنځ د W.T.F تکواندو سیالۍ ترسره شوې

org_admin
شنبه ۱۴۰۴/۱/۲ - ۱۰:۱۱
کاپیسا؛ تګاب ولسوالۍ کې د ۲۰ ورزشکارانو ترمنځ د W.T.F تکواندو سیالۍ ترسره شوې

د کاپیسا ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د تکواندو ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په تګاب ولسوالۍ کې د ۲۰ ورزشکارانو ترمنځ د W.T.F تکواندو سیالۍ ترسره شوې.

دغه سیالۍ د تنکیو ځوانانو، نویو ځوانانو او د ځوانانو په عمري کټګوریو او په بېلا بېلو وزني کټګوریو کې ترسره شوې، چې په پایله کې ۱۰ تنو ورزشکارانو خپلو سیالانو ته ماتې ورکړه او بریاوې یې خپلې کړې.

د یادو سیالیو موخه د تکواندو ورزش ته وده ورکول او د روژې مبارکې میاشتې نمانځل و، چې یوه ورځ یې دوام وکړ.

د سیالیو په پای کې د ورزش مسوولینو له لوري غوره ورزشکارانو ته مډالونه او د اتلولۍ حکمونه ورکړل شول.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۱ - ۲۰:۴۰
Background image

خوست؛ ګربز ولسوالۍ کې د پنځو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د خوست ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د ياد ولايت په ګربز ولسوالۍ کې د پنځو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ چې یوه میاشت مخکې پیل شوې وې، د احمدشاه زلمیو لوبډلې په اتلولي. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۱ - ۲۰:۳۹
Background image

ننګرهار؛ نازیان ولسوالۍ کې د ٣٠ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې

د ننګرهار ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاستړله لوري د ياد ولايت په نازیان ولسوالۍ کې د ٣٠ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې، چې ٤٥ ورځې به دوام وکړي.

د یادو سیالیو لومړۍ لوبه. . .

BACK TO NEWS