کام اير والیبال لوبډلې سهيلي بازانو او سرې میاشتې لوبډلې پامير ته ماتې ورکړه

org2_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۳/۶ - ۱۷:۲۳
کام اير والیبال لوبډلې سهيلي بازانو او سرې میاشتې لوبډلې پامير ته ماتې ورکړه

د افغانستان واليبال غوره ليګ څلورم پړاو سياليو په ۱۷مه لوبه کې کام ایر لوبډلې سهيلي بازانو لوبډلې ته او په ۱۸مه لوبه کې بيا سرې مياشتې لوبډلې پامير لوبډلې ته ماتې ورکړه.

د دې سياليو اوولسمه لوبه د کام ایر او سهيلي بازانو لوبډلو ترمنځ وشوه، چې په پايله کې يې کام اير لوبډلې وکولی شول، خپلې سيالې سهيلي بازانو لوبډلې ته د ۳ - ۰ ميدانونو په توپير ماتې ورکړي او په روانو سياليو کې پرلپسې څلورمه بريا ترلاسه کړي.

د دې سيالۍ د غوره لوبغاړي جايزه عبدالمطلب محمدي ترلاسه کړه.

دغه راز ټاکل شوې وه، چې اتلسمه لوبه يې د سرې مياشتې او پامير لوبډلو ترمنځ وشي، خو د پامير لوبډلې لوبې ته د نه حاضرېدو له امله لوبڅارانو او د واليبال ملي فدراسيون تخنيکي کمېټې لوبه د ۳ - ۰ په پايلې سره د سرې مياشتې لوبډلې په ګټه اعلان کړه، چې په دې سره سرې مياشتې لوبډلې په روانو سياليو کې يوه بله بريا په خپل نوم کړه.

د يادو سياليو په لړ کې به سبا ( سه شنبه، د غبرګولي شپږمه ) دوې لوبې ترسره شي، چې لومړۍ لوبه به يې ماسپښين ۰۲:۰۰ بجې د خراسان او نګين هريوا ترمنځ او دويمه لوبه به يې مازيګر ۰۴:۰۰ بجې د ستاره او طلوع لوبډلو ترمنځ ترسره شي.

د يادونې وړ ده، چې يادې سيالۍ د هېواد د المپيک، بدني روزنې او ورزش عمومي رياست په همکارۍ د واليبال ملي فدراسيون له لوري د ۱۰ لوبډلو ترمنځ د روان کال د غويي مياشتې پر ۲۸ مه نېټه د دې رياست په ۲۵۰۰ کسيز جمنازيم کې پيل شوي، چې د غبرګولې مياشتې تر ۹مې نېټې به دوام وکړي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۱ - ۸:۵۳
Background image

افغان ورزشکارانو د پاورلفټینګ نړۍ والو سیالیو کې شپږ مډالونه وګټل

د پاورلفټينگ افغان ورزشکارانو د " پاورلفټینک ٢٠٢٦ نړۍ وال جام سریز" سیالیو کې څلور د سرو زرو، یو د سپینو زرو او یو د برونزو مډال وګاټه.

له دغو مډالونو څخه فواد شرين سخن، جابر شرين سخن،. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۱ - ۸:۴۹
Background image

رسنيز بلنلیک!

رسنيز بلنلیک!

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۰ - ۱۵:۳۴
Background image

کابل کې د څلورو لوبډلو ترمنځ د رګبي ټاکنيزې سيالۍ پيل شوې

د المپيک، بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست اړوند د رګبي ملي فدراسیون له لوري د ياد رياست په غازي سټيډيوم کې د کابل او کاپيسا ولايتونو څخه د څلورو لوبډلو ترمنځ د کابل رګبي لوبډلې ټاکنیزې. . .

BACK TO NEWS