کابل کې د ۴۴۰ ورزشکارانو ترمنځ د رزمي ورزشونو ملي ټاکنیزې سیالۍ پيل شوې

org_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۸/۴ - ۱۴:۱۳
کابل کې د ۴۴۰ ورزشکارانو ترمنځ د رزمي ورزشونو ملي ټاکنیزې سیالۍ پيل شوې

دالمپيک، بدني روزنې او ورزش عمومي رياست اړوند د رزمي ورزشونو ملي فدراسيون له لوري د هېواد له ۲۶ ولايتونو څخه د ۴۴۰ ورزشکارانو ترمنځ په اتو سبکونو کې، د رزمي ورزشونو دويم پړاو ملي ټاکنيزې سيالۍ، د دې رياست په دوه زره ۵۰۰ کسيز جمنازيوم کې پيل شوې.

په دې سياليو کې به ۲۸۰ تنه له ولايتونو او ۱۶۰ تنه له کابل څخه په ۸ بېلابېلو سبکونو ( اوـ سپورټ، فول کانټک، سلف ډيفينس، کی ون کيک بوکس، يو. ايف. سي، يوني فايټ، اپ کېډو او پارت فايټ ) کې د يو بل پر وړاندې سيالي ترسره کړې، چې په پايله کې به يې له هر سبک څخه ۳۰، ۳۰ تنه د رزمي ورزشونو ملي لوبډلې ته وټاکل شي.

د دې سياليو د پيل په مراسمو کې د هېواد د ورزش ادارې عمومي رئيس مولوي احمدالله وثيق، فني او مسلکي مرستيال حافظ احمد جان ځدراڼ، د دعوت او ارشاد رياست رئيس مفتي داد محمد بريال عطايي، د پلان او ستراتيژۍ سلاکار ګلاب الدين خپلواک، د دې فدراسيون فني او مسلکي مرستیال استاد عبدالواسع قيومي، ورزشي مسوولينو، ورزشکارانو او يو شمير د رزمي ورزشونو مينوالو ګډون کړی وو.

د دې سياليو د پيل په مراسمو کې د هېواد ورزش ادارې عمومي رئيس مولوي احمدالله وثيق، ورزشکارانو او ګډونوالو ته، په روانو نړيوالو او اسيايي سياليو کې د افغان ورزشکارانو د لاسته راوړنو په اړه معلومات ورکړل او ترڅنګ يې ټولو ورزشکارانو ته يو ځل بیا ډاډ ورکړ، چې د ورزش اداره به تل د خپل توان په اندازه په ورزشي برخه کې ستاسو ملاتړ کوي.

دغه راز د رزمي ورزشونو فني او مسلکي مرستیال عبدالواسع قيومي، ټولو راغلو ميلمنو او ورزشکارانو ته د ښه راغلاست ترڅنګ د دې سياليو په اړه معلومات وړاندې کړل. همدارنګه يې په بحرين کې د رزمي ورزشکارانو د مډالونو ګټلو مبارکي د هېواد ورزش ادارې او ټولو هېوادوالو ته وويله.

د ويلو ده، چې دغه اته ورځنۍ سيالۍ د رزمي ورزشونو ملي لوبډلې ته د غوره څېرو موندلو په موخه پيل شوې، چې په پایله کې به له هر سبک څخه ۳۰ تنه ملي لوبډلې ته انتخاب شي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۲ - ۱۹:۴۰
Background image

غزني؛ جغتو ولسوالۍ کې د ۱۳ لوبډلو ترمنځ د فوټسال سيالۍ پای ته ورسېدې

د غزني ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د فوټبال ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په جغتو ولسوالۍ کې د ۱۳ لوبډلو ترمنځ د فوټسال سيالۍ پای ته ورسېدې.

د دغو سياليو په. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۲ - ۱۲:۴۱
Background image

رسنیز بلنلیک!

رسنیز بلنلیک!

چهارشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۲ - ۱۲:۳۹
Background image

ميدان وردگ؛ بهسودو اولې حصې ولسوالۍ کې د فوټسال سيالۍ پای ته ورسېدې

د ميدان وردگو ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت په همکارۍ، د فوټبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په بهسودو اولې حصې ولسوالۍ کې د ۱۲ غوره لوبډلو ترمنځ د فوټسال سيالۍ د نويو. . .

BACK TO NEWS