کابل کې د ۳۵۰ پهلوانانو ترمنځ د نويو ځوانانو او ځوانانو د پهلوانۍ ملي ټاکنیزې سیالۍ پيل شوې

org2_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۸/۱۴ - ۸:۳۰
کابل کې د ۳۵۰ پهلوانانو ترمنځ د نويو ځوانانو او ځوانانو د پهلوانۍ ملي ټاکنیزې سیالۍ پيل شوې

د المپیک کمېټې، بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست اړوند د پهلوانۍ فدراسیون له لوري د یاد ریاست په ۲۵۰۰ کسیز جمنازیوم کې له پنځلسو ولایتونو د ۳۵۰ پهلوانانو ترمنځ د نويو ځوانانو او ځوانانو د پهلوانۍ ملي ټاکنیزې سیالۍ پيل شوې.

دغه سیالۍ به د نویو ځوانانو او د ځوانانو په عمري کټګوریو کې ترسره شي، چې په پایله کې به ۴۰ پهلوانان د نویو ځوانانو د پهلوانۍ ملي لوبډلې ته او ۴۰ پهلوانان د ځوانانو پهلوانۍ ملي لوبډلې ته، چې ټول ۸۰ تنه پهلوانان کېږي ملي لوبډلو ته وټاکل شي.

د دغو سیالیو پرانیستغونډې ته د المپیک کمېټې، بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست ورزشي مشاور او د پهلوانۍ ملي فدراسیون سرپرست ریئس قاري حیات الله رحماني، د پهلوانۍ فدراسیون د ولایتونو استازي، تجربه لرونکو پهلوانان، ورزشکاران او زیات شمېر مینوال راغلي وو.

د یادو سیالیو موخه د نویو ځوانانو او ځوانانو د پهلوانۍ ملي لوبډلو ته د غوره پهلوانانو موندل دي، چې پنځه ورځې به دوام وکړي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۴ - ۱۰:۵۵
Background image

رسنيز بلنلیک!

رسنيز بلنلیک!

شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۴ - ۱۰:۴۶
Background image

کابل؛ ميربچه کوټ ولسوالۍ کې د شاوخوا ۳۰۰ زره امريکايي ډالرو په ارزښت د فوټسال جمنازيوم پرانيستل شو

د کابل ولايت په میربچه کوټ ولسوالۍ کې د حاجي حامد رجبي او ډاکټر صلاح الدين صديقي په مالي لگښت د شاوخوا ۳۰۰ زره امريکايي ډالرو په ارزښت د "امیر حمزه" په نوم د فوټسال معياري جمنازيوم. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۱۰:۳۵
Background image

زابل کې د ١٦ ورزشکارانو ترمنځ د ځغاستې سیالي ترسره شوه

د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت په همغږۍ، د اتلتیک فدراسیون استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز قلات ښار کې د ١٦ ورزشکارانو ترمنځ د ځغاستې سيالي ترسره شوه.

دغه سیالي، چې په. . .

BACK TO NEWS