کابل کې د ۳۲ لوبډلو ترمنځ د فوټبال اتلولۍ سیالۍ د کابل عیاران لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې

org_admin
شنبه ۱۴۰۳/۴/۱۶ - ۲۳:۶
کابل کې د ۳۲ لوبډلو ترمنځ د فوټبال اتلولۍ سیالۍ د کابل عیاران لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې

د هېواد د المپيک، بدني روزنې او ورزش لوی ریاست اړوند د فوټبال فدراسیون د استازولۍ له لوري د ۳۲ لوبډلو ترمنځ له شل کلنو کم عمره د فوټبال اتلولۍ سیالۍ، چې یوه نیمه میاشت وړاندې د یاد ریاست په غازي سټیډیوم کې پيل شوې وې د کابل عیاران لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.

د دغو سیالیو په پایلوبه کې د کابل عیاران لوبډلې خپلې سیالې داوودزي لوبډلې ته د ۳/۲ امتیازونو په توپیر ماتې ورکړه او اتلولي یې خپله کړه.

د دغو سیالیو پایلوبې ته د هېواد فوټبال ملي فدراسیون رییس یوسف کاګر، د یاد فدراسیون د فوټسال کمېټې مسوولین، ورزشکاران او زیات شمېر مینوال راغلي وو.

د یادو سیالیو موخه د کابل ولایت منتخبې لوبډلې ته د غوره لوبغاړو موندل و.

د سیالیو په پای کې غوره لوبډلې ته د اتلولۍ جام او غوره ورزشکارانو ته چمتو شوې ډالۍ ورکړل شوې.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۴ - ۱۰:۵۵
Background image

رسنيز بلنلیک!

رسنيز بلنلیک!

شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۴ - ۱۰:۴۶
Background image

کابل؛ ميربچه کوټ ولسوالۍ کې د شاوخوا ۳۰۰ زره امريکايي ډالرو په ارزښت د فوټسال جمنازيوم پرانيستل شو

د کابل ولايت په میربچه کوټ ولسوالۍ کې د حاجي حامد رجبي او ډاکټر صلاح الدين صديقي په مالي لگښت د شاوخوا ۳۰۰ زره امريکايي ډالرو په ارزښت د "امیر حمزه" په نوم د فوټسال معياري جمنازيوم. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۱۰:۳۵
Background image

زابل کې د ١٦ ورزشکارانو ترمنځ د ځغاستې سیالي ترسره شوه

د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت په همغږۍ، د اتلتیک فدراسیون استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز قلات ښار کې د ١٦ ورزشکارانو ترمنځ د ځغاستې سيالي ترسره شوه.

دغه سیالي، چې په. . .

BACK TO NEWS