کابل کې د ۳۲۰ ورزشکارانو ترمنځ د کابل ښار د ځوانانو د سوک وهنې ۲۳م پړاو ټاکنيزې سيالۍ پای ته ورسېدې

د المپيک، بدني روزنې او ورزش عمومي رياست اړوند د سوک وهنې ملي فدراسيون له لوري د ياد رياست د سوک وهنې په مرکزي جمنازيوم کې د کابل ولايت له ۸۵ کلبونو څخه د ۳۲۰ ورزشکارانو ترمنځ د کابل ښار د ځوانانو د سوک وهنې ۲۳ پړاو ټاکنيزې سيالۍ پای ته ورسېدې.
د دغو سياليو د پای مراسمو کې د المپيک، بدني روزنې او سپورټ عمومي رياست فني او مسلکي مرستيال حافظ احمد جان ځدراڼ، د سوک وهنې ملي فدراسيون رييس قدير سلطاني، د ياد فدراسيون مسوولينو، د سوک وهنې ورزشکارانو او زيات شمېر مينوالو ګډون کړی وو.
دغه سيالۍ د ځوانو ورزشکارانو په عمري کټګورۍ او د ۴۸ کيلو ګرام څخه تر ۹۲ کيلو ګرام پوري په بېلابېلو وزني کټګوريو کې ترسره شوې، چې په پايله کې ۲۶ ورزشکاران د کابل ولايت د سوک وهنې د ځوانانو منتخبې لوبډلې ته وټاکل شول.
د يادو سياليو موخه د کابل ولايت د سوک وهنې د ځوانانو منتخبې لوبډلې ته د غوره ورزشکارانو موندل و، چې ۹ ورځې يې دوام وکړ.
د سياليو په پای کې ټاکل شوو ورزشکارانو ته مډالونه او ستاينليکونه ورکړل شول.