کابل کې د ۲۰۰ پهلوانانو ترمنځ د پهلواني ملي ټاکنيزې سيالۍ پيل شوې

org2_admin
شنبه ۱۴۰۴/۶/۸ - ۱۴:۳۱
کابل کې د ۲۰۰ پهلوانانو ترمنځ د پهلواني ملي ټاکنيزې سيالۍ پيل شوې

د المپيک، بدني روزنې او ورزش عمومي رياست اړوند د پهلوانۍ ملي فدراسيون له لوري د هېواد له ۱۲ ولايتونو څخه د ۲۰۰ پهلوانانو ترمنځ د دې رياست په دوه زره ۵۰۰ کسيز جمنازيم کې د پهلوانۍ ملي لوبډلې ټاکنيزې سيالۍ پيل شوې.

د دغو سياليو د پيل په مراسمو کې د هېواد ورزش ادارې، ورزشي سلاکار او د پهلوانۍ ملي فدراسيون رئيس قاري حيات الله رحماني، ورزشي مسؤلینو، ورزشکارانو او د پهلوانۍ ګڼ شمير مينوالو ګډون کړی و.

دغو سياليو کې به پهلوانان د لويانو عمري کټګورۍ په لسو بېلابېلو وزنونو کې د يو بل پر وړاندې د سيالۍ ډګر ته ښکته شي، چې په پای کې به يې ۴۰ تنه د پهلوانۍ ملي لوبډلې ته وټاکل شي.

د يادونې وړ ده، چې يادې سيالۍ د پهلوانۍ ملي لوبډلې ته د غوره لوبغاړو موندلو په موخه پيل شوې، چې څلور ورځې به دوام وکړي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۰ - ۱۵:۳۴
Background image

کابل کې د څلورو لوبډلو ترمنځ د رګبي ټاکنيزې سيالۍ پيل شوې

د المپيک، بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست اړوند د رګبي ملي فدراسیون له لوري د ياد رياست په غازي سټيډيوم کې د کابل او کاپيسا ولايتونو څخه د څلورو لوبډلو ترمنځ د کابل رګبي لوبډلې ټاکنیزې. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۰ - ۱۵:۳۱
Background image

خوست؛ اسماعیل خېلو مندوزیو ولسوالۍ کې د پارکور نندارې وشوې

د خوست ولایت د بدني روزنې او ورزش آمريت په همغږۍ د اسماعیل خېلو مندوزیو ولسوالۍ په ډاب سيمه کې د ۲۵ ورزشکارانو له لوري د پارکور زړه راښکونکې نندارې وشوې.

د يادو نندارو موخه له نشه يي. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۰ - ۱۵:۲۴
Background image

ننګرهار؛ مرکز جلال آباد ښار کې د شپږ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې

د ننګرهار ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري او د اویک مؤسسې په مالي ملاتړ د یاد ولایت مرکز جلال آباد ښار کې د شپږ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې، چې یوه اوونۍ به دوام. . .

BACK TO NEWS