کابل کې د ۱۸۰ ورزشکارانو ترمنځ د طبما ټاکنیزې سیالۍ پيل شوې

org_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۶/۲۵ - ۱۶:۱۷
کابل کې د ۱۸۰ ورزشکارانو ترمنځ د طبما ټاکنیزې سیالۍ پيل شوې

د کابل ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست په همکارۍ د طبما رزمي هنرونو ملي فدراسیون له لوري د کابل ښار له ۱۶ کلبونو د ۱۸۰ ورزشکارانو ترمنځ د طبما ټاکنیزې سیالۍ پيل شوې، چې دوې ورځې به دوام وکړي.

دغه سیالۍ د تنکیو ځوانانو، نویو ځوانانو، ځوانانو او د لویانو ورزشکارانو په عمري کټګوریو کې پيل شوې، چې په پایله کې به ۹۰ غوره ورزشکاران د کابل ښار د طبما منتخبې لوبډلې ته وټاکل شي.

د دغو سیالیو په پرانیستغونډه کې د کابل بدني روزنې او ورزش رئیس مولوي عتیق الله خالد، د طبما ملي فدراسیون مسؤولینو، ورزشکارانو او زیات شمېر مینوالو ګډون کړی وو.

د یادو سیالیو موخه د کابل ښار د طبما منتخبې لوبډلې ته د غوره ورزشکارانو ټاکل او د ورزشکارانو ظرفیت لوړول دي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۷:۲۹
Background image

بلخ کې د ۷ ولایتونو په گډون د فول رزم سیالۍ وشوې

د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست په همکارۍ، د فول رزم فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په مرکز مزار شریف ښار کې له ۷ ولایتونو ٧٠ ورزشکارانو ترمنځ د فول رزم آزادې سیالۍ وشوې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۷:۲۷
Background image

د کابل - پنجشیر په لاره د ۴۰ ورزشکارانو ترمنځ د موټرسايکل ځغلونې نندارې ترسره شوې

د بايسکل ځغلونې او موټرسایکل ځغلونې ملي فدراسيون له لوري د کابل، ميدان وردګ او پنجشېر ولایتونو ۴۰ ورزشکارانو ترمنځ په فري سټايل سبک کې د موټرسايکل ځغلونې نندارې ترسره شوې.

دغه نندارې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۷:۱۸
Background image

کندز؛ قلعه زال ولسوالۍ کې د فوټبال سيالۍ پای ته ورسېدې

د کندز ولايت د بدني روزنې او ورزش ریاست په همغږۍ، د فوټبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په قلعه زال ولسوالۍ کې د نويو ځوانانو ۸ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ د آق تپې نويو. . .

BACK TO NEWS