کابل کې د ۱۵۰ ورزش کارانو ترمنځ د ځغاستې په برخه کې د ټولشموله ورزشونو لومړی پړاو سیالۍ ترسره شوې

org_admin
شنبه ۱۴۰۳/۲/۸ - ۹:۲۳
کابل کې د ۱۵۰ ورزش کارانو ترمنځ د ځغاستې په برخه کې د ټولشموله ورزشونو لومړی پړاو سیالۍ ترسره شوې

د بدني روزنې او ورزش لوی ریاست اړوند د ټولشموله ورزشونو د آمریت له لوري د ټولشموله ورزشونو په نوم د ځغاستې سیالۍ د مرکز او ولایتونو څخه د ۱۵۰ تنو ورزش کارانو تر منځ د یوې ورځې لپاره ترسره شوې.

په دغو سیالیو کې له ۱۸ کلنو څخه تر ۴۰ کلنو د بېلابېلو برخو ورزش کارانو ترمنځ په پنځه کیلو متري واټن کې سیالي ترسره شوه چې په پایله کې یې له غزني ولایت څخه محمد بشیر عبدالله يي لومړی، مجتبی فقیر زاده دویم او محمد شریف درېیم مقام ترلاسه کړ.

د یادو سیالیو د پیل په مراسمو کې د المپیک ملې کمېټې او بدني روزنې او ورزش لوی رئیس مولوي احمدالله وثیق، د یاد ریاست فني او ملسکي مرستیال حافظ احمدجان ځدراڼ، د ټولشموله ورزشو رهبري هیئیت، د کابل ژوبڼ ریاست رهبري، د بېلابېلو برخو ورزش کارانو او ګڼو د ورزش مینوالو ګډون کړی و.

د المپیک ملي کمېټې او ورزش لوی رئیس مولوي احمدالله وثیق په دغو مراسمو کې وویل: ورزش د روغتیا او د هېوادونو ترمنځ د یووالي ضامن دی، موږ نن د ځغاستې د سیالیو شاهدان یوو چې ورزش کاران مو د سولې او امن په فضأ کې له کوم قومي، سمتي، مذهبي او ژبني تعصب پرته سیالي کوي.

ښاغلي وثیق همداراز زیاته کړه، چې د هېواد د ورزش اداره تل هڅه کوي چې په ټول هېواد کې ورزش ته وده ورکړي او د افغانستان ورزشي ټولنې ته خدمت وکړي.

د دغو سیالیو موخه د ټولشموله ورزشونو وده او د ځغاستې ورزش کارانو ملاتړ ښودل شوی دی، چې په پای کې د یادو سیالیو د مسؤولانو له لوري ګټونکو لوبغاړو ته کپ، ستاینلیکونه او نغدې پیسې د ډالۍ په توګه ورکړل شوې.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۷ - ۱۰:۴۸
Background image

بادغیس کې له ۱۶ کلنو کم عمره د فوټسال غوره لیګ پای ته ورسېد

د بادغیس ولایت د بدني روزنې او ورززش امریت اړوند د فوټبال فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په مرکز قلعه نو ښار کې د ۱۴ لوبډلو ترمنځ له ۱۶ کلنو کم عمره د فوټسال غوره لیګ پای ته. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۷ - ۱۰:۴۴
Background image

تخار؛ مرکزتالقان ښار کې د ۱۵۰ ورزشکارانو ترمنځ د ځغاستې سیالۍ وشوې

د تخار ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت له لوري د یاد ولایت په مرکز تالقان ښار کې د زمري ۲۴ تمې د ا.ا.ا د بیا واکمنېدو د پنځمې کلیزې په ویاړ د ۱۵۰ ورزشکارانو ترمنځ د ځغاستې سیالۍ وشوې.

. . .
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۷ - ۹:۴۲
Background image

د تکواندو افغان ورزشکار محمد ګل محمدي په نړۍ‌والو سیالیو کې د برونزو مډال وګاټه

چد تکواندو افغان ورزشکار محمد ګل محمدي د تکواندو نړۍ‌وال فدراسیون ریاست جام اتم پړاو سیالیو په پومسه سبک کې د برونزو مډال وګاټه.

محمد ګل محمدي درې سیالۍ د پاکستانی سیالانو پر وړاندې. . .

BACK TO NEWS