کابل کې د ۱۴ لوبډلو ترمنځ د بسکټبال ملي لوبډلې پنځه څلوېښتم پړاو ټاکنیزې سیالۍ پای ته ورسېدې

org2_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۷/۲۹ - ۱۰:۱۸
کابل کې د ۱۴ لوبډلو ترمنځ د بسکټبال ملي لوبډلې پنځه څلوېښتم پړاو ټاکنیزې سیالۍ پای ته ورسېدې

د المپيک کمېټې، بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست اړوند د بسکټبال ملي فدراسیون له لوري د یاد ریاست په ۵۰۰ کسیز جمنازیوم کې له دیارلسو ولایتونو د ۱۴ لوبډلو ترمنځ د بسکټبال ملي لوبډلې پنځه څلوېښتم پړاو ټاکنیزې سیالۍ پای ته ورسېدې.

د دغو سیالیو پایلوبه د هرات ولایت ورزشکارانو او د کابل ولایت ورزشکارانو ترمنځ ترسره شوه، چې په پایله کې د هرات ولایت ورزشکارانو د زیاتو امتیازونو په ترلاسه کولو سره لومړی مقام او اتلولي یې خپله کړه، د کابل ولایت ورزشکارانو دویم او د کندهار ولایت ورزشکارانو درېیم مقام ترلاسه کړ.

د یادونې وړ ده، چې په دغو لوبغاړو کې ۱۸ تنه ورزشکاران د هېواد د بسکټبال ملي لوبډلې ته، ۱۴ تنه ورزشکاران د ځوانانو بسکټبال ملي لوبډلې ته او ۱۲ تنه ورزشکاران د نویو ځوانانو بسکټبال ملي لوبډلې ته وټاکل شول.

هېره دې نه وي د دغو سیالیو د پای مراسمو ته د المپیک کمېټې، بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست فني او مسلکي مرستیال حافظ احمد جان ځدراڼ، د ورزش ادارې فني او مسلکي سرپرست حمید الله صافی، ورزشي مشاور ګلاب الدین خپلواک، د ورزش ادارې د امریتونو مسوولین، د بسکټبال ملي فدراسیون رهبري پلاوي، ورزشکاران او زیات شمېر مینوال راغلي وو.

د یادو سیالیو موخه د هېواد د بسکټبال ملي لوبډلې ته د غوره لوبغاړو موندل و، چې شپږ ورځې یې دوام وکړ.

د سیالیو په پای کې د بسکټبال ملي فدراسیون له لوري غوره لوبډلې او لوبغاړو ته چمتو شوې ډالۍ ورکړل شوې.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۵ - ۱۵:۱۵
Background image

د کندز ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست په همکارۍ د بېلابېلو فدراسيونونو ورزشکارانو له لوري زړه راښکونکي نندارې ترسره شوې.

د کندز ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست په همکارۍ د ياد ولايت په مرکز سپين زر لوبغالي کې د ااا د بیا واکمنېدو د ۵مې کاليزې په مناسبت د بېلابېلو فدراسيونونو ورزشکارانو له لوري زړه. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۵ - ۱۵:۱۳
Background image

د ننگرهار ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د بيا واکمنېدو د ۵مې کليزې په وياړ گډ ورزشي نمایشات ترسره شول. پهٔ یادو نمایشاتو کې د کونگفتوا، سوک وهنې، کراټې او جمناستیک ورزشکارانو برخه اخيستې وه.

د ننگرهار ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د ياد ولايت په بټي کوټ ولسوالۍ کې د ا.ا.ا د بيا واکمنېدو د ۵مې کليزې په وياړ گډ ورزشي نمایشات ترسره شول. پهٔ یادو نمایشاتو کې د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۵ - ۱۵:۱۰
Background image

د ننګرهار ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د بيا واکمنېدو د ۵مې کليزې په وياړ د جمناستیک، واليبال، بدن ښکلا، واليبال او نورو ورزشي څانګو ورزشي نندارې تر سره شوې

د ننګرهار ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د ياد ولايت په کامه، خوږياڼو او پچيراګام ولسواليو کې د ا.ا.ا د بيا واکمنېدو د ۵مې کليزې په وياړ د جمناستیک، واليبال، بدن ښکلا، واليبال. . .

BACK TO NEWS