کابل کې د ۱۳۰ ورزشکارانو ترمنځ د جوجیتسو ټاکنیزې سیالۍ پیل شوې

org2_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۶/۶ - ۲۲:۲
کابل کې د ۱۳۰ ورزشکارانو ترمنځ د جوجیتسو ټاکنیزې سیالۍ پیل شوې

د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست اړوند د جوجیتسو ملي فدراسیون له لوري د یاد ریاست په ۵۰۰ کسیز جمنازیوم کې د کابل د ۱۶ کلبونو د ۱۳۰ ورزشکارانو ترمنځ د جوجیتسو ټاکنیزې سیالۍ ترسره شوې.

دغو سیالیو ته د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست ورزشي مشاور قاري حیات الله رحماني، جوجیتسو ملي فدراسیون رهبري پلاوي، ورزشکارانو او زیات شمېر مینوالو راغلي وو.

دغه سیالۍ د نویو ځوانانو، ځوانانو او لویو ورزشکارانو په عمري کټګوریو کې او د ۵۵ کیلو ګرام څخه تر ۸۵ کیلو ګرام وزني کټګوریو کې ترسره شوې.

د یادو سیالیو موخه د کابل جوجیتسو منتخبې لوبډلې ته د ۳۰ غوره ورزشکارانو ټاکل دي، چې درې ورځې به دوام وکړي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۵ - ۱۵:۱۵
Background image

د کندز ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست په همکارۍ د بېلابېلو فدراسيونونو ورزشکارانو له لوري زړه راښکونکي نندارې ترسره شوې.

د کندز ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست په همکارۍ د ياد ولايت په مرکز سپين زر لوبغالي کې د ااا د بیا واکمنېدو د ۵مې کاليزې په مناسبت د بېلابېلو فدراسيونونو ورزشکارانو له لوري زړه. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۵ - ۱۵:۱۳
Background image

د ننگرهار ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د بيا واکمنېدو د ۵مې کليزې په وياړ گډ ورزشي نمایشات ترسره شول. پهٔ یادو نمایشاتو کې د کونگفتوا، سوک وهنې، کراټې او جمناستیک ورزشکارانو برخه اخيستې وه.

د ننگرهار ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د ياد ولايت په بټي کوټ ولسوالۍ کې د ا.ا.ا د بيا واکمنېدو د ۵مې کليزې په وياړ گډ ورزشي نمایشات ترسره شول. پهٔ یادو نمایشاتو کې د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۵ - ۱۵:۱۰
Background image

د ننګرهار ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د بيا واکمنېدو د ۵مې کليزې په وياړ د جمناستیک، واليبال، بدن ښکلا، واليبال او نورو ورزشي څانګو ورزشي نندارې تر سره شوې

د ننګرهار ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د ياد ولايت په کامه، خوږياڼو او پچيراګام ولسواليو کې د ا.ا.ا د بيا واکمنېدو د ۵مې کليزې په وياړ د جمناستیک، واليبال، بدن ښکلا، واليبال. . .

BACK TO NEWS