کابل کې د ۱۳۰ ورزشکارانو ترمنځ د جمناسټیک ټاکنيزې سيالۍ پيل شوې

org_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۸/۶ - ۱۸:۵۶
کابل کې د ۱۳۰ ورزشکارانو ترمنځ د جمناسټیک ټاکنيزې سيالۍ پيل شوې

د کابل ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست سره په همغږۍ د جمناسټیک ملي فدراسيون له لوري د کابل ښار له ۲۰ کلبونو څخه د ۱۳۰ جمناسټیک کارانو ترمنځ د کابل ښار د جمناسټیک نولسم پړاو ټاکنيزې سيالۍ، د هېواد ورزش ادارې په ۵۰۰ کسيز جمنازيم کې په جمناسټیکي نندارو سره پيل شوې.

په دې سياليو کې به ورزشکاران په څلورو عمري کټګوريو، کوچنيانو، نويو ځوانانو، ځوانانو او لويانو کې د جمناسټیک په ۶ وسيلو سيالۍ ترسره کړي، چې په پای کې به يې د کوچنيانو له کټګورۍ ۸ تنه، د نويو ځوانانو له کټګورۍ ۱۲ تنه، د ځوانانو له کټګورۍ ۱۶ تنه او د لويانو له کټګورۍ ۱۸ تنه جمناسټیک کاران د کابل ښار په کچه د ملي لوبډلې راتلونکو سياليو ته وټاکل شي.

د دې سياليو د پيل په مراسمو کې د هېواد ورزش ادارې عمومي ریاست عمومي رئيس مولوي احمدالله وثيق، فني او مسلکي مرستيال حافظ احمد جان ځدراڼ، د ورزش ادارې رئیس صاحبانو او رهبري غړیو، د جمناسټیک ملي فدراسيون رئيس عبدالجبار هوتک، ورزشي مسوولينو او ورزشکارانو ګډون کړي وو.

د دې سياليو د پيل په مراسمو کې د هېواد ورزش ادارې فني او مسلکي مرستيال حافظ احمد جان ځدراڼ وويل، دا چې نن ورځ افغان ورزشکاران په بېلابېلو ورزشي رشتو کې ښه ځلېږي، مډالونه او وياړونه ګټي، د هېوادوالو په خوله مسکا راولي، دا هر څه د هېواد ورزش ادارې د کلک ملاتړ، ژمنتيا او حمايت پايله ده.

دغه راز نوموړي زياته کړه، چې موږ به د تېر په څېر د خپلو ورزشکارانو ملاتړ کوو او هڅه به کو، چې خپلو ورزشکارانو ته لا نورې ورزشي اسانتياوې برابرې کړو.

د ويلو ده، چې دغه درې ورځنۍ سيالۍ د جمناسټیک ورزش ته د ودې ورکولو او د جمناسټیک ملي لوبډلې ته دغوره څېرو موندلو په موخه پيل شوې، چې په پايله کې به يې ۵۴ ورزشکاران د کابل په کچه ملي لوبډلې راتلونکو سياليو ته وټاکل شي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۷ - ۱۱:۳۸
Background image

بلخ؛ شورتپه ولسوالۍ کې د ۶۰ کورشکارانو ترمنځ د کورش سیالۍ وشوې

د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د کورش ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت د شورتپه ولسوالۍ په دالي کلي د ۶۰ کورشکارانو ترمنځ د کورش سیالۍ وشوې، چې یوه شپه یې دوام. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۷ - ۱۱:۰
Background image

بامیان؛ پنجاب ولسوالۍ کې د ۵۰ ورزشکارانو ترمنځ د ځغاستې سیالۍ وشوې

د دایکندي ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د اتلتیک ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په پنجاب ولسوالۍ کې د ۵۰ ورزشکارانو ترمنځ په ۳ کیلومتري واټن کې د ځغاستې سیالۍ وشوې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۷ - ۱۰:۵۲
Background image

BACK TO NEWS