کابل کې د ۱۱۶ ورزشکارانو ترمنځ د اول زون د سوک وهنې ټاکنیزې سیالۍ پیل شوې

org_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۵/۱۵ - ۱۷:۲۹
کابل کې د ۱۱۶ ورزشکارانو ترمنځ د اول زون د سوک وهنې ټاکنیزې سیالۍ پیل شوې

د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست اړوند د سوک وهنې ملي فدراسیون له لوري د یاد ریاست د سوک وهنې ورزشي جمنازیوم کې د کابل ښار له ۳۲ کلبونو د ۱۱۶ ورزشکارانو ترمنځ د اول زون د سوک وهنې ټاکنیزې سیالۍ پیل شوې.

دغه سیالۍ، چې د لویو ورزشکارانو په عمري کټګورۍ کې به ترسره شي، په پایله کې ۲۶ تنه ورزشکاران د اول زون د سوک وهنې منتخبې لوبډلې ته وټاکل شي.

د سوک وهنې ملي فدارسیون د مسوولینو په وینا دغه د زونونو ټاکنیزې سیالۍ به په منظم ډول ترسره شي او پنځلس ورځې به نور هم دوام وکړي، ترڅو د زونونو منتخبو لوبډلو ته غوره لوبغاړي پیداشي.

د دغو سیالیو د پیل مراسمو ته د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست فني او مسلکي مرستیال حافظ احمدجان ځدراڼ، د سوک وهنې ملي فدراسیون رهبري پلاوي، ورزشکاران او زیات شمېر مینوال راغلي وو.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۱۰:۳۵
Background image

زابل کې د ١٦ ورزشکارانو ترمنځ د ځغاستې سیالي ترسره شوه

د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت په همغږۍ، د اتلتیک فدراسیون استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز قلات ښار کې د ١٦ ورزشکارانو ترمنځ د ځغاستې سيالي ترسره شوه.

دغه سیالي، چې په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۱۰:۳۲
Background image

هلمند؛ نادعلي ولسوالۍ کې د جمناسټیک کلب پرانيستل شو

د هلمند ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت سره په همغږۍ د نادعلي ولسوالۍ په ناقل آباد سيمه کې د استاد مطيع محمود خېل په مالي لگښت د ۱٫۲۰۰۰۰ زره افغانيو په ارزښت د جمناسټیک کلب ۵مه څانگه. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۱۰:۲
Background image

خوست کې د فوټبال لس لوبڅارانو ته د لوبڅارنې روزنیز سمینار پیل شو

د خوست ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت د فوټبال لس لوبڅارانو ته د لوبڅارنې روزنیز سمینار پیل شو، چې درې ورځې به دوام وکړي.

دغه سمینار د استاد بادشامیر ملنګ لخوا. . .

BACK TO NEWS