کابل کې د ورزش ادارې د رهبري او ورزشي خبریالانو ترمنځ د همغږي ګډه ناسته ترسره شوه

org2_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۸ - ۲۲:۴۸
کابل کې د ورزش ادارې د رهبري او ورزشي خبریالانو ترمنځ د همغږي ګډه ناسته ترسره شوه

د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست له لوري په پلازمېنه کابل کې د رسنیو له استازو او ورزشي خبریالانو سره د همغږي ګډه ناسته ترسره شوه.

په دغه غونډه کې د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي رئیس مولوي احمدالله وثیق، د ياد رياست فني او مسلکي مرستیال حافظ احمدجان ځدراڼ، ورزشي سلاکار قاري حیات الله رحماني، د دعوت او ارشاد رئیس مولوي داد محمد بریال عطایي، د المپیکي چارو رئیس داد محمد پاینده اختري، د المپیک ملي کمېټې مرستیال باور خان هوتک، د نشراتو او عامه پوهاوي رئیس اتل مشواڼي، ورزشي مسوولانو، د رسنیو استازو او ګڼو ورزشي خبریالانو ګډون کړی و.

د غونډې په پیل کې د نشراتو او عامه پوهاوي رئیس اتل مشواڼي د ورزش ادارې د نشراتي او ورزشي فعالیتونو په اړه خبرې وکړې او له رسنیو يې مننه وکړه چې تل یې د ورزشي سیالیو خبري پوښښ کړی دی او د ورزشي لاسته راوړنو راپورونه یې د هېواد ګوټ ـ ګوټ ته رسولي دي.

د غونډې پر دوام، د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي رئیس مولوي احمدالله وثیق د هېواد د ورزشي وضعیت په اړه خبرې وکړې او زیاته یې کړه چې د افغانستان ورزش په وروستیو څو کلونو کې د بل هر وخت په نسبت زیات پرمختګ کړی دی او د هرې ورزشي رشتې ورزشکارانو په ملي او نړیواله کچه ښې لاسته راوړنې لرلي دي.

ښاغلي وثیق همداراز د کرېکټ، فوټسال او نورو ورزشي رشتو ورستیو بریاوو او لاسته راوړنو ته په اشارې وویل، چې افغان ورزشکاران له تېر کال راهيسې تر دې مهاله له بهرنیو سیالیو څخه تاریخي او بې سارې لاسته راوړنې درلودلې دي.

نوموړي همداراز زیاته کړه، چې رسنۍ، خبریالي او ورزش له یو بل سره تړلې برخې دي او همدا رسنۍ دي چې، د افغان ورزشکارانو بریاوو ته په پراخه کچه پوښښ ورکوي او د ورزش دغه خوښي له نورو سره شریکوي.

ښاغلي وثیق همداراز له ټولو ورزشي خبریالانو څخه د دوی له کړنو مننه وکړه او ډاډ یې ورکړ، چې په هره برخه کې به له دوی سره د امکان تر حده مرسته او د دوی ملاتړ کوي او له رسنیو یې وغوښتل، چې د تل په څېر د ورزش په برخه کې خپل رسنيز رسالت ته دوام ورکړي او د افغان ورزشکارانو هره بریا او خوښي له ولس سره شریکه کړي.

په ورته وخت کې د ورزشي خبریالانو په استازیتوب د افغانستان د ورزشي خبریالانو د انسجام مسؤول سید عمر سهار د هېواد له ورزش ادارې مننه وکړه، چې دوی ته یې د داسې یوې ګډې ناستې فُرصت برابر کړ. هغه په هېواد کې د ورزشي خبریالانو د فدراسیون د بیا فعالېدو، د ورزشي خبریالانو د انسجام، همغږي کولو او د دوی ستونزو ته د رسېدو پر اړه خبرې وکړې او له ورزش ادارې يې وغوښتل چې په یاده برخه کې ورسره پوره مرسته وکړي.

باید یادونه وکړو، چې د غونډې په ترڅ کې د کرکټ په برخه کې د هیواد د پیاوړي او بین المللي لوبڅار بسم الله شینواري په حق کې دعا وشوه، د نوموړي مړینه د هیواد او ورزش لپاره ستره ضایع وګڼل شوه او پر مړینه یې ژوره خوشیني وښودل شوه.

د غونډې په پای کې د ورزش ادارې له لوري ټولو ورزشي خبریالانو ته ورزشي ډالۍ ورکړل شوې، همداراز د خبریالانو ترمنځ د والیبال دوستانه سیالۍ هم ترسره شوه.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۰ - ۱۵:۳۴
Background image

کابل کې د څلورو لوبډلو ترمنځ د رګبي ټاکنيزې سيالۍ پيل شوې

د المپيک، بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست اړوند د رګبي ملي فدراسیون له لوري د ياد رياست په غازي سټيډيوم کې د کابل او کاپيسا ولايتونو څخه د څلورو لوبډلو ترمنځ د کابل رګبي لوبډلې ټاکنیزې. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۰ - ۱۵:۳۱
Background image

خوست؛ اسماعیل خېلو مندوزیو ولسوالۍ کې د پارکور نندارې وشوې

د خوست ولایت د بدني روزنې او ورزش آمريت په همغږۍ د اسماعیل خېلو مندوزیو ولسوالۍ په ډاب سيمه کې د ۲۵ ورزشکارانو له لوري د پارکور زړه راښکونکې نندارې وشوې.

د يادو نندارو موخه له نشه يي. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۰ - ۱۵:۲۴
Background image

ننګرهار؛ مرکز جلال آباد ښار کې د شپږ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې

د ننګرهار ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري او د اویک مؤسسې په مالي ملاتړ د یاد ولایت مرکز جلال آباد ښار کې د شپږ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې، چې یوه اوونۍ به دوام. . .

BACK TO NEWS