کابل کې د لامبو وهنې سیالیو روزنیز کورس ترسره شو

org2_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۷/۱۷ - ۱۶:۲۴
کابل کې د لامبو وهنې سیالیو روزنیز کورس ترسره شو

د المپیک کمېټې، بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د لامبو وهنې فدراسیون له لوري د مرکز ۵۰ روزونکو ته روزنیز کورس پیل شو.

د لامبو وهنې فدراسیون د مسؤولنو په خبره، په دغه یو ورځني کورس کې چې د لامبو وهنې فدراسیون رئیس حامد رحیمي له لوري ترسره شو، د لامبو وهنې لومړنیو مهارتونو، د لامبو وهنې ورزشي مدیریت، د غرقېدو د مخنیوي، د ورزشي طب او د لامبو وهنې څلورو سبکونو په اړه تدریس وشو.

یاد کورس په هېواد کې د لامبو وهنې د زده کړې د کیفیت او د روزونکو د وړتیاوو د لوړولو په موخه ترسره شو.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۳/۹/۴ - ۱۶:۵۳
Background image

نیمروز ؛ چخانسور ولسوالۍ کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د فوټسال جام سیالۍ پيل شوې

د نیمروز ولایت د بدني روزنې او روزش امریت اړوند د فوټبال ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په چخانسور ولسوالۍ کې د ظهیرالدین مکتب شپږو لوبډلو ترمنځ د فوټسال سیالۍ پيل شوې.

د. . .

یکشنبه ۱۴۰۳/۹/۴ - ۱۶:۵۰
Background image

خوست؛ علیشېرو ولسوالۍ کې د ۷۸ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د خوست ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت اړوند د ټېپ بال کرېکټ فدراسیون د استازولي له لوري د یاد ولایت په علیشېرو ولسوالۍ کې د ۷۸ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د علیشېرو للمۍ ټایګرز. . .

یکشنبه ۱۴۰۳/۹/۴ - ۱۶:۴۷
Background image

ارزګان؛ چهارچینو ولسوالۍ د ټېپ بال کرېکټ سیالیو لوبلړۍ وګټله

د ارزګان ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت اړوند د ټېپ بال کرېکټ فدراسیون د استازولي له لوري د یاد ولایت په چهارچینو ولسوالۍ کې د دغې ولسوالۍ او کجکي ولسوالۍ ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالیو. . .

BACK TO NEWS