کابل کې د لامبووهنې لوبې وشوې

Afzal-af
سه‌شنبه ۱۴۰۰/۱۲/۳ - ۱۰:۴۹
کابل کې د لامبووهنې لوبې وشوې

کابل ولایت کې د لامبووهنې فدراسیون له خوا لوبې جوړې شوې وې، چې نن په مرکز کابل کې وشولې.

په دغه موخه جوړو شویو مراسمو کې د یاد فدراسیون رییس قاسم حمیدي مېلمنو ته د ښه راغلاست تر څنګ د فوټسال تر نوولس کلنو کم عمره لوبډلې د بریا مبارکي لوبغاړو او هېوادوالو ته وویله.

د المپیک ملي کمېټې او ورزش رییس ښاغلي نظرمحمد مطمئن خوښي وښودله، چې د فوټسال لوبډلې تر ستاین‌غونډې وروسته د لامبووهنې لوبو کې ګډون کوي.

همدارنګه د لامبووهنې فدراسیون له رییس او نورو چارواکو یې مننه وکړه چې بېرته خپل هېواد ته راستانه شول او خدمت ته یې مخه کړه.

ښاغلي مطمئن همدارنګه د اسلام له نظره د لامبووهنې ارزښت ته اشاره وکړه او لامبووهنه یې مهم ورزش یاد کړ. همدارنګه د لامبووهنې فدراسیون د ستونزو د حل ژمنه یې وکړه.

د یاد فدراسیون د رییس په وینا؛ له دغو لوبغاړو ۳۰ ورزشکاران ټاکي او دوی به د لامبووهنې ملي سیالیو کې ګډون وکړي، چې بلخ ولایت کې کېدونکې دي.

د مراسمو په پای کې د لومړي، دویم او درېیم مقامونو ګټونکو لوبغاړو ته مډالونه، ستاین‌لیکونه او ډالۍ ورکړل شوې.

هېره دې نه وي، چې په دغو لوبو کې ۸۰ ورزشکارانو برخه اخیستې وه، چې د نویو ځوانانو، ځوانانو او لویانو په عمرونو کې یې لوبې وکړې.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۵:۶
Background image

پکتیا کې د ۳۵ زره امریکایي ډالرو په ارزښت د سنوکر معياري کلب پرانیستل شو

د پکتیا ولايت په مرکز ګردېز ښار کې د سید جواد موسوي په نوم ورزشکار له لوري د ۳۵زره امریکايي ډالرو په ارزښت د سنوکر معیاري کلب جوړ او رسماً پرانیستل شو.

دا کلب په نویو او عصري ورزشي. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۵:۴
Background image

کابل؛ د هېواد ورزش ادارې کارکوونکو ته داوبو او انرژۍ وزارت له لوري د انرژۍ سپما يو ورځنی سمینار ترسره شو

کابل کې د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست، رئيسانو، امرينو او مديرانو ته د هېواد د اوبو او انرژۍ وزارت، د انرژۍ مثمريت او ساتنې رياست له لوري او د هېواد د ورزش ادارې د کارکوونکو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۴:۵۹
Background image

بلخ؛ چاهي ولسوالۍ کې د ۸۰ پهلوانانو ترمنځ د کورش سیمه ییزې سیالۍ وشوې

د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د یاد ولایت په چاهي ولسوالۍ کې د ۸۰ پهلوانانو ترمنځ د کورش سیمه ییزي سیالۍ وشوې.

د دغو سیالیو په پایله کې د ۱۰ جوړو ترمنځ لوبې مساوي او. . .

BACK TO NEWS