کابل کې د فوټبال غوره لیګ سیالۍ د اردو لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې

org2_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱۵ - ۱۴:۲۳
کابل کې د فوټبال غوره لیګ سیالۍ د اردو لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې

مسابقات لیگ برتر فوتبال پایتخت با قهرمانی تیم اردو به پایان رسید

 

د کابل ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست په مرسته او د فوټبال ملي فدراسیون له لوري د ورزش ادارې په غازي سټېډیوم کې د کابل فوټبال غوره لیګ سیالۍ، چې د ۹ لوبډلو ترمنځ دوې مياشتې مخکې پیل شوې وې د اردو لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.

د دغو سياليو په پایله کې اردو لوبډلې د اتو پرلپسې برياوو او ۲۴ امتيازونو په ترلاسه کولو لومړی، سباوون لوبډلې د ۱۹ امتيازونو په ترلاسه کولو سره دويم مقام خپل کړ.

د ځوانانو په برخه کې متحد افغان لوبډلې د زياتو امتيازونو په ترلاسه کولو لومړی او سرې مياشتې لوبډلې بيا دويم مقام خپل کړ او په دغه مقامونه ګټلو سره دواړه لوبډلې د افغانستان مرکزي زون د ځوانانو فوټبال سياليو ته لاره وموندله.

د يادونې وړ ده، چې اردو او سباوون لوبډلو هم په لومړي او دويم مقام ګټلو سره د افغانستان د فوټبال غوره ليګ سياليو ته لاره وموندله.

د دغو سياليو د پای په مراسمو کې د المپيک، بدني روزنې او ورزش عمومي رئيس مولوي احمد الله وثیق، فني او مسلکي مرستیال حافظ احمد جان ځدراڼ، د هېواد د بېلابېلو ادارو رئيسانو او مسؤلينو، د فوټبال ملي فدراسیون مسؤلينو او لوبغاړو ګډون کړی وو.

د يادو سياليو موخه د افغانستان فوټبال غوره لیګ ته د غوره لوبډلو او د هېواد مرکزي زون سياليو ته د ځوانانو غوره لوبډلو موندل وو، د سياليو په پای کې غوره لوبډلو او لوبغاړو ته چمتو شوې ډالۍ ورکړل شوې.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۴ - ۲۱:۵۴
Background image

کابل کې د پنځو ولایتونو ترمنځ د رزمي لوبو د کيک جيتسو سبک سيالۍ پيل شوې

د المپيک، بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست اړوند د رزمي لوبو ملي فدراسيون له لوري د ياد رياست په ۵۰۰ کسيز جمنازيوم کې د پسرلني جام په نوم د پنځو ولایتونو کابل، کاپيسا، پروان، لوګر او. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۴ - ۲۱:۴۶
Background image

کابل کې د ۲۰۰ ورزشکارانو ترمنځ د ځغاستې ماراتن سبک سيالۍ ترسره شوه

کابل کې د ۲۰۰ ورزشکارانو ترمنځ د ځغاستې ماراتن سبک سيالۍ ترسره شوه
د المپيک، بدني روزنې او ورزش عمومي رياست، د چاپيريال ساتنې ملي ادارې او د اړيکو د دفتر ( T.L.O) مؤسسې له لوري د ۲۰۰ ورزشکارانو ترمنځ د (ماراتن ځغاسته او د نيالګيو کېنولو کمپاين) تر. . .

BACK TO NEWS