کابل کې د سل موټرسایکل او بايسکل ځغلونکو ترمنځ ورزشي نندارې وشوې

org_admin
شنبه ۱۴۰۴/۱/۹ - ۹:۴۱
کابل کې د سل موټرسایکل او بايسکل ځغلونکو ترمنځ ورزشي نندارې وشوې

د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست اړوند د موټر‌سایکل ځغلونې ملي فدراسیون له لوري د کابل ښار کابل نندارې سیمه کې د ۱۰۰ تنو موټرسایکل او بايسکل ځغلونکو ترمنځ په فري‌ سټایل سبک کې د موټر سایکل او بایسکل ځغلولو ورزشي نندارې ترسره شوې.

په دغه ننداره کې د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست فني او مسلکي معاون حافظ احمد جان ځدراڼ، د یاد فدراسيون رییس سید نبي‌ الله سادات او د ورزش ګڼ شمېر مینوالو ګډون کړی وو.

دغد نندارې د روژې مبارکې میاشت ته د احترام او د کوچني اختر د را رسېدو په موخه وشوې.

په پای کې د موټر سايکل ځغلونې فدراسيون له لوري غوره لوبغاړو ته مډالونه او ستاینلکونه ورکړل شول.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۱ - ۲۰:۴۰
Background image

خوست؛ ګربز ولسوالۍ کې د پنځو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د خوست ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د ياد ولايت په ګربز ولسوالۍ کې د پنځو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ چې یوه میاشت مخکې پیل شوې وې، د احمدشاه زلمیو لوبډلې په اتلولي. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۱ - ۲۰:۳۹
Background image

ننګرهار؛ نازیان ولسوالۍ کې د ٣٠ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې

د ننګرهار ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاستړله لوري د ياد ولايت په نازیان ولسوالۍ کې د ٣٠ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې، چې ٤٥ ورځې به دوام وکړي.

د یادو سیالیو لومړۍ لوبه. . .

BACK TO NEWS