کابل کې د باسکټبال د ۶ غوره کلبونو ترمنځ د باسکټبال ټاکنيزې سيالۍ پيل شوې

org_admin
جمعه ۱۴۰۴/۵/۱۰ - ۱۱:۸
کابل کې د باسکټبال د ۶ غوره کلبونو ترمنځ د باسکټبال ټاکنيزې سيالۍ پيل شوې

د کابل ولايت بدني روزنې او ورزش رياست سره په همغږۍ د باسکټبال ملي فدراسيون له لوري د کابل ښار د شپږو غوره لوبډلو ترمنځ د دې رياست په ۵۰۰ کسيز جمنازيوم کې د باسکټبال ټاکنيزې سيالۍ پيل شوې، چې درې ورځې به دوام وکړي.

د دې سياليو د پيل په مراسمو کې د المپيک، بدني روزنې او ورزش عمومي رياست فني او مسلکي مرستيال حافظ احمد جان ځدراڼ، د باسکټبال ملي فدراسيون رئيس عبيدالله ارغنديوال، ورزشي مسوولينو او ورزشکارانو ګډون کړي و.

يادې سيالۍ د کابل ښار د شپږو غوره لوبډلو ( سره مياشت، کابل پولي تخنيک پوهنتون، پيشکسوتان، معارف الف، معارف ب او ښوونې او روزنې) ترمنځ پيل شوې، چې لومړۍ لوبه کې يې سرې مياشتې لوبډلې خپلې سيالې کابل پولي تخنيک پوهنتون لوبډلې ته ۸۴ ـ ۴۰ ماتې ورکړه او بريا يې خپله کړه.

د يادونې وړ ده، چې دغه سيالۍ د کابل ولايت د باسکټبال «الف» او «ب» لوبډلو ته د غوره لوبغاړو موندلو او ټاکلو په موخه پيل شوې، چې په پايله کې به يې ۱۲ تنه «الف» لوبډلې ته او ۱۲ تنه «ب» لوبډلې ته غوره شي.

تازه خبرونه

جمعه ۱۴۰۵/۲/۲۵ - ۱۵:۱۸
Background image

هلمند، په نهر سراج ولسوالۍ کې د ۱۰ لوبډلو ترمنځ د ټیپ بال کرکټ سیالۍ پای ته ورسیدې

د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د ټیپ بال کرکټ فدراسیون د استازولۍ له لوري په نهر سراج ولسوالۍ کې د ۱۰ لوبډلو ترمنځ د ټیپ بال کرکټ سيالۍ، چې درې اوونۍ يې دوام وکړ پای ته. . .

جمعه ۱۴۰۵/۲/۲۵ - ۱۵:۱۴
Background image

زابل؛ په مرکز قلات ښار کې د ٢٧ ورزشکارانو ترمنځ د پانکریشن سیالۍ وشوې

د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د پانکریشن فدراسیون د استازولۍ له لوري، د زابل ولايت په مرکز قلات ښار کې د دوو کلبونو د ورزشکارانو ترمنځ د پانکريشن سيالۍ وشوې.

دغه سيالۍ. . .

جمعه ۱۴۰۵/۲/۲۵ - ۱۵:۷
Background image

کابل کې د ۱۹۳ ورزشکارانو ترمنځ د بدن ښکلا او فټنيس سيالۍ پيل شوې

د کابل ولايت د بدني روزنې او ورزش ریاست سره په همغږۍ د بدن ښکلا او فټنيس مل فدراسيون له لوري د کابل ښار د لوديځ زون د ۴۱ کلبونو څخه د ۱۹۳ ورزشکارانو ترمنځ د بدن ښکلا او فټنيس نوولسم. . .

BACK TO NEWS