کابل کې د اتو لوبډلو ترمنځ د ویلچر باسکټبال ب ګروپ سیالۍ د میمنې لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې

org_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۲۷ - ۹:۷
کابل کې د اتو لوبډلو ترمنځ د ویلچر باسکټبال ب ګروپ سیالۍ د میمنې لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې

د ویلچر باسکټبال ب ګروپ سیالۍ چې شپږ ورځې مخکې په کابل کې د بدني روزنې او ورزش ریاست په همغږي او د سره صلیب او نوه انلوس بنسټ په مالي ملاتړ د اتو لوبډلو ترمنځ پیل شوې وې، د میمنې لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو پایلوبه د کابل ب او میمنې لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې په پایله کې یې میمنې لوبډلې د ۱۵/۴۵ نمرو په توپیر خپلې سیالې لوبډلې ته ماتې ورکړه او اتلولي یې په خپل نوم کړه.

همداراز په دغو سیالیو کې کابل ب لوبډلې دویم، کندهار درېیم او بامیان څلورم مقام ترلاسه کړ.

د دغو سیالیو د پای په مراسمو کې د بدني روزنې او ورزش ریاست فني او مسلکي مرستیال حافظ احمد جان ځدراڼ، د المپیک ملي کمېټې اجرائیه رئیس داد محمد پاینده اختري، دالمپیک ملي کمېټې لومړي مرستیال باور خان هوتک، د پارا المپیک رهبري پلاوي، د سره صلیب ورزشي پلاوي، د نوه انلوس بنسټ مشر، ورزشکارانو او د ورزش مینوالو ګډون کړی و.

د یادونې وړ ده، چې د دغو سیالیو اتله لوبډله به د ویلچر باسکټبال غوره لیګ سیالیو کې چې یوه میاشت وروسته به په هرات ولایت کې ترسره شي، وټاکل شي.

د مسؤولانو په خبره، یادې سیالې د ویلچر باسکټبال غوره لیګ سیالیو ته د لوبډلې ټاکلو او د ورزش کارانو د ظرفیت لوړولو په موخه ترسره شوې چې په پای کې د مسؤولانو له لوري ټولو ورزش کارانو ته کپونه، مډالونه او نورې ډالۍ ورکړل شوې.

تازه خبرونه

جمعه ۱۴۰۵/۳/۲۲ - ۱۵:۱۷
Background image

پکتيکا؛ زيړوک ولسوالۍ کې د واليبال سيالۍ پای ته ورسېدې

د پکتيکا ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت په همغږۍ، د واليبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د زيړوک ولسوالۍ په ورژاڼه سيمه کې د ۲۰ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ د نواز گل ځدراڼ لوبډلې په. . .

جمعه ۱۴۰۵/۳/۲۲ - ۱۵:۱۶
Background image

پکتیا؛ مرکز ګردېز ښار کې د ۳۰ ورزشکارانو ترمنځ د جودو سیالۍ ترسره شوې

د پکتیا ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست له لوري د ياد ولايت په مرکز ګردېز ښار کې د ۳۰ ورزشکارانو ترمنځ د جودو دوستانه سيالۍ ترسره شوې.

دغه سيالۍ د نويو ځوانانو، ځوانانو او لويانو. . .

جمعه ۱۴۰۵/۳/۲۲ - ۱۵:۱۴
Background image

پکتیا؛ مرکز ګردېز ښار کې د ۳۰ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پیل شوې

د پکتیا ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د یاد ولایت مرکز ګردېز ښار کې د ۳۰ لوبډلو تر منځ د والیبال دوستانه سیالۍ پیل شوې.

د یادو سیالیو لومړی لوبه کې مومن خیلو لوبډلې د ٢ پر. . .

BACK TO NEWS