کابل؛ یما پټرول او سرپل لوبډلې د وزلوبې شپږم پړاو سیالیو پایلوبې ته لار ومونده

org_admin
شنبه ۱۴۰۳/۹/۲۴ - ۱۵:۱۸
کابل؛ یما پټرول او سرپل لوبډلې د وزلوبې شپږم پړاو سیالیو پایلوبې ته لار ومونده

د المپیک، بدني روزنې او ورزش لوی ریاست اړوند د وزلوبې او نیزه وهنې ملي فدراسیون له لوري د وزلوبې او نیزه وهنې شپږم پړاو غوره لیګ سیالۍ چې نهه ورځې مخکې په پلازمېنه کابل کې پیل شوې دي، یما پټرول او سرپل لوبډلې د دغو سیالیو پایلوبې ته لار ومونده.

د دغو سیالیو په لومړۍ نیمه پایلوبه کې یما پټرول لوبډلې له یوې هر اړخیزې او جالبې لوبې وروسته د ۶ پر ۳ نمرو په توپیر خپلې سرسختې سیالې بدخشان لوبډلې ته ماتې ورکړه او په دویمه نیمه پایلوبه کې بیا سرپل لوبډلې د ۶ پر صفر نمرو په توپیر د فاریاب ځوانانو لوبډلې ته ماتې ورکړه او د دغو سیالیو پایلوبې ته یې لار ومونده.

ټاکل شوې، چې د یادو سیالیو پایلوبه به د راتلونکې دوشنبې په ورځ د کابل په یکه توت میدان کې ترسره شي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۱۰:۳۵
Background image

زابل کې د ١٦ ورزشکارانو ترمنځ د ځغاستې سیالي ترسره شوه

د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت په همغږۍ، د اتلتیک فدراسیون استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز قلات ښار کې د ١٦ ورزشکارانو ترمنځ د ځغاستې سيالي ترسره شوه.

دغه سیالي، چې په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۱۰:۳۲
Background image

هلمند؛ نادعلي ولسوالۍ کې د جمناسټیک کلب پرانيستل شو

د هلمند ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت سره په همغږۍ د نادعلي ولسوالۍ په ناقل آباد سيمه کې د استاد مطيع محمود خېل په مالي لگښت د ۱٫۲۰۰۰۰ زره افغانيو په ارزښت د جمناسټیک کلب ۵مه څانگه. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۱۰:۲
Background image

خوست کې د فوټبال لس لوبڅارانو ته د لوبڅارنې روزنیز سمینار پیل شو

د خوست ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت د فوټبال لس لوبڅارانو ته د لوبڅارنې روزنیز سمینار پیل شو، چې درې ورځې به دوام وکړي.

دغه سمینار د استاد بادشامیر ملنګ لخوا. . .

BACK TO NEWS