کابل؛ د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ د اردو لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې

org2_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۵/۶ - ۹:۱۱
کابل؛ د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ د اردو لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې

د کابل ولایت د فوټبال فدراسیون او د دغه ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست په همکارۍ د مهاجرې مور د خندا اتلولۍ جام تر سرلیک لاندې د فوټبال پیل شوې سيالۍ، چې ۱۶ ورځې يې دوام وکړ د اردو لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.

د دغو سیاليو پايلوبې ته د اردو او یورش بګرام لوبډلو لاره موندلې وه، چې په پايله کې ياده لوبه د اصلي وخت په پای کې ۱-۱ مساوي ختمه شوه؛ خو د پنالټي شوټونو پر مهال، اردو لوبډلې خپلې سيالې لوبډلې ته د ۳-۲ ګولونو په توپير ماتې ورکړه او اتلولي يې خپله کړه.

د دغو سیالیو د پايلوبې په مراسمو کې د المپيک، بدني روزنې او ورزش عمومي رييس مولوي احمدالله وثیق، د ياد رياست فني او مسلکي معاون حافظ احمد جان ځدران، د ا. ا. ا د وياند مرستيال مولوي حمدالله فطرت، ورزشي مشاور قاري حیات‌الله رحماني، د کابل ولایت د فوټبال فدراسیون رییس حاجي فريد يوسفزي، د لوبډلو مسولینو، ورزشکارانو او د فوټبال يو شمېر مینه‌والو ګډون کړی و.

هېره دې نه‌ وي، چې د دغو سیالیو موخه د راستنوونکو مهاجرینو سره خواخوږي څرګندول او د هغوی پر شونډو خوشالي راوستل یاد شوي او په پای کې ګټونکو لوبډلو او غوره لوبغاړو ته چمتو شوې ډالۍ ورکړل شوې.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۵/۳ - ۱۵:۱۴
Background image

کونړ؛ سرکاڼو ولسوالۍ کې د ټېپ بال کرېکټ سيالۍ پای ته ورسېدې

د کونړ ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت په همغږۍ، د ټېپ بال کرېکټ فدراسیون د استازولۍ له لوري د سرکاڼو ولسوالۍ په پشد سيمه کې د ۴۰ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سيالۍ چې شاوخوا يوه نيمه. . .

شنبه ۱۴۰۵/۵/۳ - ۱۵:۱۱
Background image

ننګرهار؛ بټي کوټ ولسوالۍ کې د کیوکوشین کراټې ۱۳ ورزشکارانو ته د ارتقأ کمربندونه ورکړل شول

د ننګرهار ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د کراټې فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په بټي کوټ ولسوالۍ کې د کیوکوشین کراټې ۱۳ تنو ته د ارتقأ کمربندونه ورکړل شول.

د. . .

شنبه ۱۴۰۵/۵/۳ - ۱۴:۳۴
Background image

د هرات په کوربتوب د شپږو ولایتونو ترمنځ د فول رزم اتلولۍ سیالۍ وشوې

د هرات ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د فول رزم ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري په یاد ولایت کې د غزني، زابل، کندهار، فراه، بادغیس او هرات ولایتونو د ۱۴۰ ورزشکارانو ترمنځ د فول. . .

BACK TO NEWS