کابل؛ د کابل ۱۲۰ ورزشکارانو ترمنځ د ځغاستې پنځم پړاو ټاکنيزې سيالۍ پای ته ورسېدې
د المپيک، بدني روزنې او ورزش عمومي رياست اړوند د اتلتيک ملي فدراسیون له لوري د ياد رياست په غازي سټېډیوم کې د کابل په کچه د ۱۲۰ ورزشکارانو ترمنځ له ۱۰۰ مترو څخه تر ۵۰۰۰ مترو په بېلا بېلو واټنونو کې د ځغاستې ټاکنيزې سيالۍ پای ته ورسېدې.
دغه سيالۍ د نويو ځوانانو، ځوانانو او د مشرانو ورزشکارانو په عمري کټګوريو کې ترسره شوې، چې په پايله کې د نويو ځوانانو له کټګورۍ ۲۰ تنه، د ځوانانو له کټګورۍ ۲۵ تنه او د مشرانو ورزشکارانو له کټګورۍ ۳۰ تنه ورزشکاران، چې ټول ۷۵ تنه ورزشکاران کېږي د کابل د ځغاستې منتخبې لوبډلې ته وټاکل شول.
د یادولو وړ ده، چې د دغو سياليو د پای په مراسمو کې د المپيک، بدني روزنې او ورزش عمومي رياست فني او مسلکي مرستيال حافظ احمد جان ځدراڼ، د ياد رياست ورزشي مشاور قاري حيات الله رحماني او د ځغاستې ورزشکارانو ګډون کړی و.
د يادو سياليو موخه د کابل د ځغاستې منتخبې ملي لوبډلې ته د غوره ورزشکارانو موندل و، چې دوې ورځې يې دوام وکړ.
