کابل؛ د کابل ښار شمال زون د بدن ښکلا او فټنس شپاړلسم پړاو ټاکنيزې سيالۍ پاى ته ورسېدې

org_admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۳/۳۱ - ۱۴:۴۷
کابل؛ د کابل ښار شمال زون د بدن ښکلا او فټنس شپاړلسم پړاو ټاکنيزې سيالۍ پاى ته ورسېدې

په پلازمېنه کابل کې د بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست د زورخانه اى تمريناتي ځاى کې د کابل ښار شمال زون د بدن ښکلا او فټنس شپاړلسم پړاو ټاکنيزې سیالۍ چې دوې ورځې وړاندې په دوو کلاسونو بدن ښکلا او فټنس کې د ۳۵ کلبونو د ۳۱۵ ورزشکارانو ترمنځ پیل شوې وې، پای ته ورسېدې.

په د غور سياليو کې د بدن ښکلا کلاس کې له ٥٥ څخه تر ٩٠ کيلو ګرامه ورزشکاران او په فټنس کلاس کې له ١٦٠ ساتني متر څخه تر ١٨٥ سانتي متر پوري ورزشکارانو ولوبېدل.

یادې سیالۍ چې دوې ورځې يې دوام وکړ د بدن شکلا کلاس کې ٥٠ تنه او په فټنس کلاس کې ٦٠ تنه چې جمله ١١٠ تنه کېږي د کابل ښار شمال زون بدن ښکلا او فټنس منتخبې لوبډلې ته وټاکل شول.

د يادو سياليو د پاى په مراسمو کې د بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست فني او مسلکي مرستيال حافظ احمد جان ځدراڼ د المپيک ملي کمېټې مرستیال او د بدن ښکلا فدراسیون رئیس باور هوتک، د المپيک ملي کمېټې اجرائیه رئیس داد محمد پاينده اختري، د سياليو دايرولو امر عزيز الرحمن ملنګ، د مشورتي بورد غړو وحيد الله سائل، سيد مبشر هاشمي او د بدن ښکلا او فټنس فدراسيون اړوند نورو مسوولینو ستون درلود.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۱۰:۳۵
Background image

زابل کې د ١٦ ورزشکارانو ترمنځ د ځغاستې سیالي ترسره شوه

د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت په همغږۍ، د اتلتیک فدراسیون استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز قلات ښار کې د ١٦ ورزشکارانو ترمنځ د ځغاستې سيالي ترسره شوه.

دغه سیالي، چې په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۱۰:۳۲
Background image

هلمند؛ نادعلي ولسوالۍ کې د جمناسټیک کلب پرانيستل شو

د هلمند ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت سره په همغږۍ د نادعلي ولسوالۍ په ناقل آباد سيمه کې د استاد مطيع محمود خېل په مالي لگښت د ۱٫۲۰۰۰۰ زره افغانيو په ارزښت د جمناسټیک کلب ۵مه څانگه. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۱۰:۲
Background image

خوست کې د فوټبال لس لوبڅارانو ته د لوبڅارنې روزنیز سمینار پیل شو

د خوست ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت د فوټبال لس لوبڅارانو ته د لوبڅارنې روزنیز سمینار پیل شو، چې درې ورځې به دوام وکړي.

دغه سمینار د استاد بادشامیر ملنګ لخوا. . .

BACK TO NEWS