کابل؛ د پارا تکواندو څلور کسيزه لوبډله سويلي کوريا ته روانه شوه
د المپيک، بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست اړوند د پارا المپيک ملي کميټې، د پارا تکواندو څلور کسيزه لوبډله د پاراتکواندو تمریني کمپ او ازادو نړيوالو G4 سياليو کې د ګډون په موخه سويلي کوريا ته روانه شوه.
يادې لوبډلې له تګ وړاندې د هېواد ورزش ادارې عمومي رئيس مولوي احمدالله وثیق، د دې ادارې مالي او اداري رئيس مولوي عبدالناصر هاشمي، فني او مسلکي او د پارا المپيک ملي کميټې رئيس محمد يوسف افتخار سره د مخې ښې په موخه وليدل، چې د هېواد ورزش ادارې عمومي رئيس مولوي احمدالله وثيق ورته په يادو سياليو کې د ښه ځليدو او لاسته راوړنې هيله وښوده.
ټاکل شوې، چې ياد تمریني کمپ او سیالۍ به د سويلي کوريا په کوربتوب د افغانستان، ايران، ازبکستان، اسپانيا، مصر، چين، ترکیې، فرانسې او زيات شمير نورو هېوادونو ترمنځ د روان ميلادي کال د جون مياشتې پر ۳۰مه نېټه د کوربه هېواد په موجو ښار کې پيل شي او د جولای مياشتې تر ۱۰مې نيټې به دوام وکړي.
د ويلو ده، چې په دغو سياليو کې به د افغانستان د پاراتکواندو لوبډلې درې ورزشکاران او يو روزونکی ګډون وکړي.
